سوداګري

طالبان: تېره نږدې ۴.۴ میلیونه مټریک ټنه سوداګریز توکي د اوسپنې پټلۍ له لارې لېږدول شوي

The

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د ټولګټو وزارت وایي، چې تېر کال له هېواد څخه نږدې ۴.۴ میلیونه مټریک ټنه سوداګریزو توکو واردات، صادرات او ترانزیټ د اوسپنې پټلۍ له لارې ترسره شوي دي.

د دغه وزارت مسوولین وایي، چې دا شمېرې د نړیوالو بازارونو سره د سوداګرو د اړیکو د پراخوالي ښکارندویي کوي، او دوی هڅه کوي چې د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو لپاره کار وکړي.

د ټولګټو وزارت چارواکو د دغه وزارت د یو کلنو لاسته‌راوړنو په یو تشریحي پروګرام کې وویل، چې د سړکونو د ساتنې او څارنې له ۴۵ پروژو څخه د ۳۵ پروژو کارونه بشپړ شوي دي.

د دوی په وینا، په تېرو دولسو میاشتو کې د ۱۰۲۱ کیلومتره سړک د امکان‌سنجۍ مطالعه، د ۳۵۰ کیلومتره سړک د توپوګرافي سروې، او همداراز د ۱۲۶.۵ کیلومتره سړک او ۱۷ پُلونو د ډیزاین چارې هم بشپړې شوې دي.

د ټولګټو وزارت زیاتوي، چې د سالنګونو لویې لارې د ۸۰ کیلومتره سړک او د کابل ـ کندهار لویې لارې د ۴۸۰ کیلومتره سړک د بیارغونې چارې هم په چټکۍ سره روانې دي.

د یادونې وړ ده چې دا راپور په داسې حال کې وړاندې کېږي، چې د هېواد ډېری سړکونه د اوږدې جګړې، طبیعي پېښو او نه‌ساتنې له امله زیانمن شوي، او اوس‌مهال د بیارغونې اړتیا لري.