د سيانان خبري شبکې د کابل له ډاکترانو په نقل ويلي، چې د امريکا د متحده ايالاتو له خوا د مرستو تر بندېدو وروسته، په افغانستان کې د نويو زيږېدلو ماشومانو مړينه درې تر څلور سلنه زياته شوې ده.
په راپور کې ويل شوي، چې په تېرو څو مياشتو کې سلګونه روغتونونه او کلينيکونه په ټول هېواد کې، په ځانګړي ډول کابل کې، د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې د مرستو د بندېدو له امله تړل شوي دي.
سيانان زياتوي، چې دغه روغتونونو ته د ډاکترانو، نرسانو معاشونه او اړين درمل هم د همدې ادارې له لوري ورکول کېدل، خو دا مرستې اوس بشپړې بندې شوې دي.
د دې شبکې خبريال، چې د کابل يو روغتون ته تللی و، وايي چې د خبرو پر مهال یې پام شو، چې يو ماشوم نور ساه نهاخلي.
په راپور کې د یوه ماشوم د مړينې ويډيويي صحنه هم ښودل شوې، او خبريال د ماشوم د خراب حالت پر مهال وايي: «دی مري؟ يا خدایه! دی مري؟ يا خدایه!»
دا په داسې حال کې ده، چې د امريکا پخواني ولسمشر، دونالد ټرمپ، سږ کال د جنورۍ په مياشت کې د سپينې ماڼۍ تر بېرته ستنېدو وروسته، په يوه اجرايي فرمان کې د امريکا ټولې بهرنۍ او پراختيايي مرستې بندې کړې، چې له امله یې د نړيوالې پراختيايي ادارې فعاليتونه هم ودرېدل.
د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې (USAID) مرستې له افغانستان سره
د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې له ډېرو کلونو راهيسې د نړۍ له بېوزله هېوادونو، په ځانګړي ډول افغانستان سره د پام وړ مرستې کړي دي.
يادې ادارې په تېرو ۲۴ کلونو کې له افغانستان سره له ۱۰۹ ميليارده ډالرو زياتې مرستې کړې دي.
د طالبانو د بيا واکمنېدو په تېرو درې نيمو کلونو کې، يوازې د د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې د مرستو کچه له ۳.۷ ميليارده ډالرو اوښتې، چې زياتره دا مرستې د ملګرو ملتونو د ادارو له لارې د بشري مرستو په بڼه لګول شوې دي.
