غزه کې په تازه بریدونو کې، ۲۵ فلسطینیان وژل شوي دي. د وژل شویو په ډله کې دیارلس کسانو هغه مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې د خوراکي مرستو د ترلاسه کولو په هڅه کې ول.
د غزې روغتیایي سرچینو الجزیرې ته د ماشومانو د سختې خوارځاکۍ خبر هم ورکوي او وایي چې د لوږې له امله تر دې دمه ۱۲۰ کسانو خپل ژوند بایللی دی. ورته مهال، د اسراییلو پوځ اعلان کړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د غزې تړانګې په اوږدو کې سل موخې بمبار کړي دي او خپل ځمکني عملیات یې پراخ کړې دي.
بلخوا حماس د ډونالډ ټرمپ هغه خبرې چې ویلي یې و، حماس د اوربند د ټينګښت لپاره لېوالتیا نه لري، بې بنسټه وبللې او ټینګار یې کړی چې اسراییل په اصل د اوربند د هوکړې اصلي خنډ دی.
دا په داسې حال کې ده، چې امریکا او اسراییل د ۶۰ ورځني اوربند په سر د هوکړې بې پایلې کېدو له امله، د یرغملو د آزادی په نورو لارو چارو خبرې کړې دي، خو د بي بي سي شبکې د حماس د سرچینو له قوله راپور ورکړی چې مذاکرات له منځه نه دي تللي او ښایي چې مذاکره کوونکي راتلونکي اونۍ، دوحې ته لاړ شي.
