د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي، له شدیدې بې وزلۍ او اقتصادي ستونزو شکایت کوي. دوی وایي، چې د کمو عواید له امله، د ژوند لګښتونه په سختۍ پوره کوي. د هلمند د دې ولسوالۍ پلورونکي هم د خپل بازار له ځوړ او د کار له نشتوالي شکایت لري.
د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ د بازار په یوه څنډه کې لالا محمد د خوراکي توکو په پلور اخته دی، خو وایي چې د خلکو د بد اقتصادي وضعیت له امله، په کارونو کې یې چندانې خونده نشته. د هغه اندېښنه دا ده، چې د خوراکي توکو د بیې په ثابتوالي سره بیا هم خلک د توکو د اخیستلو توان نه لري او ډېره کمه سودا کوي.
لالا محمد آمو ته وايي: «دا دوکان مو د دې لپاره جوړ کړی و، چې ګوندې کاروبار وکړو، خو خلک راځي، یو کیلو اوړه اخلي، بل نیم کیلو وریجې؛ یعنې د دې سیمې خلک حتی د یو کیلو خوراکي توکو د اخیستو وس هم نه لري.»
د لالا محمد په څېر، د دې ولسوالۍ د بازار قصابان هم ورته اندېښنه لري او وایي، چې د سیمې اوسېدونکي په کمه اندازه غوښه اخلي. دوی زیاتوي، چې د پسونو پښې او سر هم چې د نورې غوښې پرتله څو چنده ارزانه ده، هم سم نه خرڅېږي.

په نادعلي ولسوالۍ کې قصاب، راجولي وايي: «زه دلته کله او پښې خرڅوم، د دوکان غوښې مو ځینې وختونه یو یا دوه ورځې پاتې کېږي او نه پلورل کېږي. کله نا کله مجبورېږو پاتې شوې کلی او پښې وغورځوو.»
د نادعلي ولسوالۍ اوسېدونکي هم له خپل بد اقتصادي وضعیته ناخوښ دي او وایي، چې د کافي خوراکي توکو د پېر وسه نه لري.
هلمند اوسېدونکی، عطاالله، وايي: «موږ ډېر غوښه نشو اخیستای، کله چې بچیان ډېر اصرار وکړي، نو په اونۍ کې یو کیلو یا نیم کیلو له همدې ارزانه غوښو اخلو. نور وختونه کدو، بادنجان رومی او له همدې شیانو اخلو.»
د ناوړه اقتصادي وضعیت په اړه دغه اندېښنې داسې مهال دي، چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، همدا مهال نږدې ۲۳ میلیونه افغانان سختو بشري مرستو ته اړتیا لري. د کار نشتوالۍ او د بهرنیو مرستو کموالۍ نور هغه موارد دي، چې د افغانستان د اوسېدونکو پر وضعیت یې ناوړه اغېزه کړې ده.
