سیاست

د طالبانو ویاند: امریکا لا هم زموږ په اړه شکمنه ده

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، چې د امریکا متحده ایالات لا هم له طالبانو سره په خپلو اړیکو کې «شکمن» چلند کوي.

نوموړي دا څرګندونې له «امید» په نوم له یوه سیمه‌ییز راډیو سره په مرکه کې کړې دي.

هغه ویلي: «امریکا لا هم له افغانستان (طالبانو) سره په اړیکو کې مشکوکه ده. د جګړې پخوانۍ پالیسي نه ده بیاکتل شوې او نه هم اصلاح شوې، او دا حالت د راتلونکو اړیکو لپاره مناسب نه دی. موږ هڅه کوو چې د دوی قناعت حاصل کړو. موږ له امریکا سره دښمني نه غواړو. وضعیت بدل شوی، نو سیاسي اړیکې هم باید بدلون ومومي.»

دا څرګندونې پر داسې مهال کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر اوسه د افغانستان په اړه کومه واضحه پالیسي نه ده اعلان کړې، خو څو وارې یې ټینګار کړی چې هغه امریکایي پوځي تجهیزات چې اوس د طالبانو لاس ته ورغلي، باید بېرته راوګرځول شي.

په ورته وخت کې د امریکا د متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو دایمي استازولۍ څو ځل ویلي، چې طالبان باید د ګروگان نیولو سیاست پای ته ورسوي. ډیپلوماتیکو سرچینو ویلي، چې د ټرمپ د احتمالي راتلونکي حکومت یو له لومړیتوبونو څخه، د طالبانو له زندانونو د امریکایي ګروګانو خوشې کول دي. په ځانګړې توګه، د محمود شاه حبیبي ازادېدل، چې پخوا د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې مشر و او د امریکا تابعیت هم لري. خو طالبان وایي، چې دا امریکایي وګړی د دوی په ولکه کې نه دی.

ذبیح‌الله مجاهد په خپلو خبرو کې له ملګرو ملتونو هم وغوښتل چې د افغانستان کرسي طالبانو ته وسپاري. هغه وویل: «موږ غواړو ملګري ملتونه ژر تر ژره خپله بې‌طرفي ثابته کړي او د افغانستان کرسي موږ ته وسپاري. زموږ استازیتوب دې ومني، څو له ابهامونو او تورونو څخه د خبرو او ناستو له لارې خلاصون وشي.»

دا څرګندونې د بشري حقونو د فعالانو له کلکو غبرګونونو سره مخ شوې دي. هغوی ټینګار کوي چې طالبان نه ملي مشروعیت لري او نه د خلکو ملاتړ، او نشي کولی د افغانستان د خلکو په استازیتوب د ملګرو ملتونو کرسي تر لاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې نږدې څلور کاله کېږي طالبان بېرته واک ته رسېدلي، خو تر دې دمه پرته له روسیې بل هېڅ هېواد هغوی په رسمیت نه دي پېژندلي. سره له دې، ډیپلوماتیکې سرچینې وایي، امکان شته چې چین، ایران او روسیه د امریکا سره د سیالۍ په هدف له طالبانو سره خپلې اړیکې پراخې کړي. خو طالبان دا مهال د امریکا له لوري د مستقیم تعامل تمه لري.