له پکتیا ولایت څخه سرچینې آمو ته وايي، د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین کمپاین، چې د طالبانو د ځایي ادارو لهخوا دوه ورځې مخکې ځنډول شوی و، نن (پنجشنبه) له سره پیل شو.
سرچینې آمو ته ویلي، چې د کمپاین د ځنډ اصلي لامل دا و، چې واکسیناتورانو هڅه کړې وه په ګردېز ښار او شاوخوا کلیو کې کور په کور واکسین تطبیق کړي، حال دا چې طالبانو له وړاندې په ټول هېواد کې پر کور په کور واکسین بندیز لګولی دی.
یادې سرچینې زیاته کړې، چې طالبانو څو میاشتې مخکې هم د مالي ستونزو له امله د پولیو کمپاین نږدې دوه میاشتې ځنډولی و.
د روغتیا برخې فعالان وایي، کور په کور واکسین تطبیق یوه اغېزمنه او ګټوره لاره وه، خو د طالبانو لهخوا پر دې مېتود بندیز لګول، د دې لامل شوی چې زرګونه افغان ماشومان له واکسین بېبرخې پاتې شي.
افغانستان لا هم له هغو دوه هېوادونو څخه شمېرل کېږي، چې د پولیو ویروس پکې شتون لري. د واکسین د تطبیق پر وړاندې خنډونه کولای شي، د دې خطرناک ویروس د لا پراخېدو لپاره زمینه برابره کړي.
