نن دوشنبه، د چنګاښ ۳۰مه، د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین فرعی ملي کمپاین د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې پیل شوی دی.
د «له پولیو څخه پاک افغانستان» په نوم بنسټ له خلکو غوښتي چې خپل ماشومان واکسین کړي، تر څو د یو مصئون او روښانه افغانستان په جوړولو کې ونډه واخلي.
د طالبانو تر ادارې لاندې د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د نړیوالو ادارو په ملاتړ د ۲۰۲۵ز کال لپاره د پولیو واکسین دریم فرعي ملي کمپاین پیل کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دریو کلونو کې د پولیو مثبتې پېښې په بېساري توګه زیاتې شوې دي. تر دې وړاندې یوازې درې مثبتې پېښې ثبت شوې وې، چې هغه هم یوازې د ننګرهار ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې راپور شوې وې.
د رسمي شمېرو له مخې، په ۲۰۲۴ میلادي کال کې ۲۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې له دې ډلې ۱۴ یې په کندهار، اووه په هلمند، دوه په ارزګان، او یوه ـ یوه په کونړ او نورستان ولایتونو کې رامنځته شوې ده.
خو سږ کال تر دې دمه یوازې یوه مثبته پېښه د بادغیس ولایت څخه ثبت شوې ده.
سره له دې، طالبانو د پولیو واکسین له کور په کور تطبیق سره مخالفت کړی او دا ډول کمپاینونه یې په ټول هېواد کې بند کړي دي؛ داسې اقدام چې د واکسین بهیر له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.
یو شمېر واکسیناتوران او ډاکټران وایي، چې د کور په کور کمپاین د نشتوالي له امله ډېر ماشومان له واکسینه پاتې کېږي، چې دا کار کولی شي د پولیو د مثبتو پېښو د زیاتوالي لامل شي.
افغانستان او پاکستان یوازیني هېوادونه دي چې پولیو لا هم په کې له منځه نه دی تللی. د روغتیايي چارو کارپوهان ټینګار کوي چې د دې ناروغۍ د بشپړې له منځه وړو لپاره پراخ واکسیناسیون او د روغتیايي ټیمونو لپاره ټولو ماشومانو ته له خنډ پرته لاسرسی اړین دی.
