د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اعلان کړی چې د لومړي ځل لپاره د کبانو د خوړو یوه جوپه له افغانستانه تاجکستان ته صادر شوې ده.
دغه وزارت پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي چې دا پنځوس ټنه جوپه د یوه خصوصي شرکت لخوا تاجکستان ته لیږل شوې ده.
صادرونکی شرکت وايي چې د کال تر پایه پورې به په دې برخه کې خپل صادرات ۲۰۰۰ ټنو ته لوړ کړي.
د کبانو د خوړو جوپه له بلخ څخه تاجکستان ته صادر شوې. او دا په داسې وخت کې صادریږي چې افغانستان د کبانو د غوښې د اړتیاوو لویه برخه له بهر څخه واردوي.
