د طالبانو مشر، هبتالله اخندزاده، وايي چې د افغانستان د خلکو دینداري په تېرو شلو کلونو کې بدله شوې وه او اوس باید هغه څه چې دی یې شریعت بولي، پر خلکو تطبیق شي.
د طالبانو مشر، هبتالله اخندزاده، یو ځل بیا پر دې ټینګار کړی چې باید د هغه له فرمانونو او امرونو پرته له قید او شرطه اطاعت وشي.
نوموړي دا څرګندونې په کندهار کې د هرات د علماوو د شورا له غړو سره د لیدنې پر مهال کړې دي او له دوی یې غوښتي، څو خلک د هغه د احکامو او فرمانونو پیروی ته اړ کړي. هغه دا خبرداری هم ورکړی چې که څوک د ده له احکامو سرغړونه وکړي، نو دا به په هېواد کې د نفاق لامل شي. خو د هېواد یو شمېر اوسېدونکي او سیاستوال، هبتالله د واک په انحصار تورنوي او وایي چې طالبانو له افغانانو د انساني ژوند حق اخیستی دی.
د طالبانو مشر، هبتالله اخندزاده، د هرات د علماوو د شورا له غړو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې د افغانستان د خلکو دینداري په تېرو شلو کلونو کې بدله شوې وه، او په دې موده کې د اسلام د له منځه وړو لپاره سترې هڅې روانې وې. نوموړی دغه راز، ادعا کوي چې په همدې موده کې لسګونه دیني عالمان او جوماتونه تر بریدونو لاندې راغلي.
د طالبانو د مشر دغه څرګندونې داسې مهال دي،، چې د پخواني حکومت د راپورونو پر بنسټ، ډېری دغه بریدونه د طالبانو له لوري ترسره کېدې، چې پکې د جوماتونو، دیني عالمانو، لمونځ کوونکو، ښوونځیو، پوهنتونونو او حتا په عامه سړکونو د ماین اېښودلو بهیر هم شامل و. سربېره پر دې، د طالبانو مشر یو ځل بیا د پخوا په څېر، د هرات له علماوو سره په ناسته کې، له خپلو فرمانونو او امرونو څخه د بېقید او شرطه اطاعت غوښتنه کړې ده.
په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان د خلکو، د دیندارۍ بدلېدل؛
د خپلو فرمانونو په بېقید او شرطه اطاعت ټینګارِ؛
خلک د خپلو امرونو اطاعت ته اړ کول؛
د هغه له نظره د شریعت بشپړ تطبیق؛
د نافرمانۍ په صورت کې د نفاق او تفرقې خبردارۍ.
په تېرو نږدې څلورو کلونو کې، د طالبانو مشر په پرلهپسې توګه پر دې ټینګار کړی، چې باید د هغه له فرمانونو او امرونو بېقیده اطاعت وشي. هغه یو ځل په کندهار کې په یوه وینا کې ویلي وو؛ چې طالب چارواکي باید د ده د فرمانونو په وړاندې لکه بېروحه جسد و اوسي.
خو د شنونکو په باور، د طالبانو مشر هڅه کوي څو پر خلکو د خپلو فرمانونو په عملي کولو سره، خپلې غوښتنې په جبري توګه ومني.
په تېرو درې نیمو کلونو کې د طالبانو مشر لسګونه فرمانونه صادر کړي دي. دغه فرمانونه نه یوازې د ښځو او نجونو پر ازادۍ بندیزونه لګولي، بلکې هغوی یې له طبي زده کړو او له نړیوالو بشري ادارو سره له کار کولو هم منع کړي دي. ورته مهال، یو شمېر هېوادوال، پر خلکو د طالبانو په سخت دریځې پالیسۍ نیوکه کوي او ټینګار کوي چې طالبانو، افغانستان د ښځو او نجونو لپاره په زندان بدل کړی دی.
د طالبانو مشر پر دې ټینګار کوي چې باید د هغه له نظره شریعت پوره تطبیق شي، حال دا چې د جرمونو نړیوالې محکمې په یوه بېساري اقدام کې، د بشري جنایتونو او د جنسیت پر بنسټ د ځورونې په تور، د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده او د دوی د سترې محکمې د مشر عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم صادر کړی دی. هغه اقدام، چې د هېواد د اوسېدونکو او د بشري حقونو د نړیوالو ملاتړ کوونکو ادارو له پراخ هرکلي سره مخ شوه.
