ښځې

مک کال: افغانستان د ښځو او نجونو لپاره تر ټولو «ظالم» هېواد دی

د امريكا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک کال د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان په نړۍ کې د ښځو او نجونو لپاره «تر ټولو ظالم» هېواد وباله.

هغه د امریکا د متحدینو د همکارۍ  پر اهمیت هم  ټینګار وکړ، چې پر طالبانو فشار راوړي؛ څو «د افغانستان د بې ګناه نارینه وو، ښځو او ماشومانو پر وړاندې د بشري حقونو دوامداره سرغړونو» ته د پای ټکی کېږدي.

مایکل مک کال دامريكا استازو جرګې د بهرنیو چارو کمیټې ته وویل، «موږ باید له خپلو ملګرو او متحدینو سره [ګډه]کار وکړو چې پر طالبانو فشار راوړي څو دغه وحشي فرمانونه لغوه کړي.»

د امریکا د کانګریس دغه لوړپوړي غړي د «ویجاړونکي» بشري ناورین په اړه چې افغانستان د «طالبانو دظالمانه» واکمنۍ لاندې ورسره مخ دی، اندېښنه څرګنده کړه.

مک کال د امریکا ولسمشر جوبایډن په افغانستان کې د ښځو او ولسواکۍ په برخه کې د لاسته راوړنو په له منځه وړلو تورن کړ.

هغه وايي: «د ښځو د حقونو او د ولسواکۍ د ودې په برخه کې [په افغانستان کې] هغه لاسته راوړنې چې دسختې مبارزې په پايله کې لاسته راغلې وې؛ د یو اړخیزه وتلو په اړه د بايډن د پریکړې له امله له منځه ولاړې.»

هغه د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې ته له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځیو ته له ورتګ او په غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار کولو د لګول شويو بندیزونو يادونه هم وکړه.

مک کال وویل: « موږ ډېر ښه پوهیږو چې د [امریکا] مالیه ورکوونکو مرستې د طالبانو جنګیالیو او وفادارانو جېبونو ته ځي، نه د افغانستان دردمنو ښځو او ماشومانو ته.»

د امریکا د کانګریس دغه لوړپوړي غړي په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د سيمه يزو همکارانو، مذهبي لږکیو، د بیان ازادۍ او د رسنیو د ازادۍ پر وړاندې د طالبانو د «ظلمونو» په اړه هم اندیښنه څرګنده کړه.

هغه وویل چې په افغانستان کې طالبانو  ترهګرو ته پناه ورکړې او علني اعدام يې رايج کړى دى.

مایکل مک کال د افغانستان له خلکو سره د واشنګټن پر ملاتړ او له دغه هېواده امریکا ته د بهرنیو ځواکونو د سیمه ییزو کارکوونکو پر استولو ټینګار وکړ.