د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په دغه وزارت کې به یوه خونه د “افغانستان د ښځو او نجونو” په نوم ونوموي.
دا سمبولیک ګام د طالبانو لخوا لګول شویو بندیزونو پر وړاندې د افغان ښځو د مقاومت او مبارزې د درناوي او ستاینې په پار اخیستل شوی دی.
دا هماغه خونه ده چې په ۲۰۲۲ کال کې د “زموږ غږ واورئ” تر سرلیک لاندې د غونډې د لومړي پړاو پر مهال په کې د ډېرو افغان ښځو لومړني عکسونه اخیستل شوي وو.
په ورته وخت کې، د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر خوزه مانویل آلبارس، د جمعې په ورځ په مادرید کې د “زموږ غږ واورئ” درېیمې غونډې په پرانیستونکې وینا کې وویل چې هېواد یې طالبان په رسمیت نه پېژني او ټینګار یې وکړ چې د طالبانو حکومت مشروعیت نه لري.
هغه زیاته کړه چې اسپانیا لا هم د افغان ښځو حقونو ته پر خپلو ژمنو ولاړ دی او د ښځو له ګډون پرته پایداره سوله ناشونې ده.
د آلبارس په وینا، تېر څلور کلونه د افغان ښځو لپاره “ویجاړوونکي” وو او د هغوی د مبارزې په ملاتړ کې پاتې راتلل نه یوازې په افغانستان، بلکې تر سرحدونو ورهاخوا هم ، جنسیتی برابري کمزورې کوي.
هغه ټینګار وکړ چې د طالبانو کړنې باید وڅېړل شي او دا ډله ځواب ویونکي وي.
د افغان ښځو درېیمه ځانګړې غونډه “زموږ غږ واورئ” تر سرلیک لاندې د جمعې په ورځ په مادرید کې پیل شوه.
په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنټ او څو تنه نور د بشري حقونو فعالین د دې غونډې ویناوال وو.
د دې غونډې لومړنۍ ناسته د پنجشنبې په ورځ ترسره شوه. پخواني دوه پړاونه یې هم تر دې وړاندې په اسپانیا او آلبانیا کې شوي وو او موخه یې د افغان ښځو د مبارزې ملاتړ وو
