د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د قطر هېواد د «غوره روزنې بنسټ»څخه په ځانګړې توګه مننه کړې، چې افغانو نجونو ته یې د تحصیلي بورسونو (سکالرشپونو) زمینه برابره کړې ده.
د دغه پروګرام په ترڅ کې ۷۴ افغانې نجونې وتوانېدې چې په امریکا کې له بېلابېلو پوهنتونونو څخه په بریا سره خپلې لوړې زده کړې پای ته ورسوي او فارغې شي.
حامد کرزي پر خپله ایکس پاڼه د دغو محصلینو پر فراغت خپله ژوره خوښي څرګنده کړې، هغوی ته یې مبارکي ویلې او د افغانو نجونو د تعلیم د دوام په برخه کې یې د ټولو مرستندویه بنسټونو د هڅو او ملاتړ قدرداني کړې ده.
پخواني جمهور رئیس یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د افغانستان د پرمختګ او سیالۍ لپاره په کار ده چې روزل شویو کدرونو ته د کار مناسب فرصتونه برابر شي.
هغه زیاته کړې، دا حیاتي ده چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بېرته پرانیستل شي، څو افغانې لوڼې وکولی شي د هېواد دننه خپلو زده کړو ته بې له کوم خنډه لاسرسی ولري.
په افغانستان کې د طالبانو د سرپرست حکومت لخوا د نجونو پر منځنیو، ثانوي او لوړو زده کړو د بندیزونو له لګېدو وروسته، یو شمېر نړیوالو بنسټونو او د قطر هېواد د افغان نجونو د انلاین زده کړو او یا هم بهرنیو هېوادونو ته د تحصیلي بورسونو د لېږد هڅې ګړندۍ کړې دي.
حامد کرزی چې په کابل کې مېشت دی، د هغو ګوتو په شمېر سیاسي مشرانو څخه دی چې تل یې په ښکاره او پرله پسې ډول د نجونو د زده کړو غوښتنه کړې او تعلیم یې د هېواد د پر ځان بسیاینې یوازینۍ لاره بللې ده.
