په مصر کې د دولت شورا په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره ۴۸ ښځینه قاضیانو د خپلو دندو لوړه وکړه. دغه پرمختګ د مصر په عدلي نظام کې د ښځو د پراخېدونکي رول یوه مهمه بېلګه ګڼل کېږي.
د لوړې مراسم د دولت شورا د مشر اسامه یوسف شلبي په حضور کې ترسره شول، چې د مصر د ولسمشر د ۲۰۲۵ کال د ۴۴۷ نمبر فرمان پر بنسټ ټاکل شوې و. دا پرېکړه د هېواد په عدلي تاریخ کې د ښځو د ونډې د زیاتوالي لپاره یوه مهمه چاره بلل شوې ده.
نوو ټاکل شویو ښځینه قاضیانو، چې دودیز ټیکري یې پر سر و، له خپلو نرینه همکارانو سره په ګډه، په دولت شورا کې د خپلو دندو لوړه وکړه.
ډېرو ښځینه قاضیانو ددولت د دغه ګام هرکلی وکړ او ولسمشر عبدالفتاح السیسي ته یې د ښځو د اساسي حقونو د ملاتړ او په عدلي نظام کې یې د هغوی د شلولو په پار مننه وکړه.
دا لومړی ځل دی چې ښځینه قاضیانې په مستقیمه توګه د ولسمشر له خوا دولت شورا ته ټاکل کېږي، چې د مصر په عدلي او ټولنیز ژوند کې د ښځو د ونډې د پراخوالي نښه ګڼل کېږي.
