د جاپان پارلمان د سې شنبې په ورځ سنايي ټاکایچي د هېواد د لومړۍ ښځینه صدراعظمې په توګه وټاکله. دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې ازاد ډيموکرات ګوند، له یوې نوې سیاسي هوکړې وروسته بیا واک ته ورسېد. تمه کېږي چې دا ائتلاف به د جاپان سیاست لا ښي لوري ته یوسي.
ټاکایچي د پخواني صدراعظم شیګرو ایشیبا ځای ناستې شوه، چې یوازې یو کال په واک کې پاتې شوی و او د جولای د ټاکنو له درنې ماتې وروسته یې استعفا ورکړه.
په پارلمان کې ټاکایچي ۲۳۷ رایې وګټلې، چې د بریا لپاره له ټاکلي شمېر څلور زیاتې وې. د مخالف ګوند مشره یوشیکو نودا یوازې ۱۴۹ رایې ترلاسه کړې.
د ازاد ډيموکرات ګوند او د جاپان د نوښت ګوند ترمنځ نوی ائتلاف د هغې بریا یقیني کړه، خو دا ائتلاف لا په دواړو مجلسونو کې بشپړ اکثریت نه لري. له همدې امله تمه ده چې ټاکایچي به د قوانینو د تصویب لپاره له نورو اپوزېسیون ګوندونو سره همکاري رامنځته کړي.
د ازاد ډيموکرات ګوند عمومي منشي شونېچي سوزوکي ویلي، د نوي حکومت لومړیتوب به د بیو کنټرول او د اقتصادي ستونزو هوارول وي. ده له خلکو څخه د وروستي ځنډ له امله بښنه وغوښته او زیاته یې کړه: “موږ به له نورو ګوندونو سره ګډ کار وکړو څو د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره عاجل اقتصادي ګامونه واخلو.”
ټاکایچي، چې ۶۴ کلنه ده، تمه ده نن خپله کابینه اعلان کړي. ویل کېږي چې په کابینه کې به د پخواني صدراعظم تارو اسو نږدې متحدین شامل وي. د ائتلافي ګوند استازو ویلي، تر هغو چې د دواړو خواوو باور پياوړی نه شي، دوی به په کابینه کې څوکۍ و نه لري.
ټاکایچي د پخواني وژل شوي صدراعظم شینزو ابه نږدې شاګرده ګڼل کېږي او تمه ده د هغه سیاست ته دوام ورکړي، چې د پوځ پیاوړتیا، اقتصادي وده او د جاپان د سولهییز اساسي قانون د بدلون ملاتړ کوي.
سره له دې چې ټاکایچي د جاپان لومړۍ ښځینه صدراعظمه ده، خو د ښځو د حقونو او ټولنیزې برابري په برخه کې تنده نه لري. هغه د نارینهوو پر شاهي وارثت ټینګار کوي، د همجنس واده مخالفت کوي او د واده شویو جوړو لپاره د بېلابېلو تخلصونو کارول نه مني.
ټاکایچي د پخوانۍ بریتانوي صدراعظمې مارګریټ تاچر ډېره ستایونکې ده. هغې په ۱۹۹۳ کال کې پارلمان ته لاره وموندله او د اقتصادي امنیت او کورنیو چارو د وزیرې په توګه یې دندې ترسره کړې دي، خو د بهرني سیاست تجربه یې کمه ده.
د هغې پخواني ائتلافي ګوند کومېتو له ازاد ډيموکرات ګوند څخه د مالي رسوایانو او د ټاکایچي د سخت دریځونو له امله بېل شو. دغه ګوند د ټاکایچي له جګړهپالو څرګندونو او د یاسوکوني زیارت ته د هغې له تګ سره هم مخالفت کړی و.
