ښځې

د افغانستان د روغتیا په برخه کې د ښځو د زده کړو د محدودیتونو په اړه اندېښنې

د افغان نجونو او ښځو د ښوونیز بهیر د درېدو ناوړه پایلې د هرې ورځې په تېرېدو سره لا پسې پياوړې کېږي. په وروستي مورد کې د پاملرنې نړیوالې موسسې د افغانستان د روغتیا په برخه کې له دغو پايلو څخه یوه يې څېړلې ده.

د دغه بنسټ راپور موندنې ښيي، چې که د افغان ښځو او نجونو د زده کړو بهیر تړلی پاتې شي، نو افغانستان به په نږدې راتلونکي کې د روغتیايي خدمتونو په برخه کې له بدلونونو سره مخ شي.

د ښځینه ډاکټرانو، نرسانو او قابلو کمښت یوه له هغو مهمو ستونزو ده چې د افغانستان د روغتیا سکتور ورسره لاس و ګرېوان دی.

د پاملرنې موسسې د راپور په يوه برخه کې راغلي: «د ښځو لپاره د اړینو او کافي روغتیایی زده کړو پرته، به افغانستان روزل شوي روغتیایی کارکونکي ونه لري. په راتلونکي کې به روغتیايي خدمتونو ته د ښځو پر لاسرسي منفي اغیز ولري او په افغانستان کې به د نرسانو، قابلو او د ښځینه تغذيې سلا ورکوونکو شمیر کم شي.»

د افغان نجونو او ښځو د زده کړو بهیر په درولو سره په راتلونکي کې د ښځینه ډاکټرانو د کمښت په اړه اندېښنې په داسې حال کې راپورته کيږي، چې په تېر حکومت کې هم د افغانستان روغتیايي سیستم د ښځینه کارکوونکو له کمښت سره مخ و.

د وزیر محمد اکبر خان روغتون پخوانی رییس سید عبدالله احمدي وايي: «بېلابېلې څانګې لکه عمومي جراحي، داخله، عصبي جراحي، ارتوپیډي، غوږ او ستوني، او د ماشومانو داخلې څانګه او نورې څانګې ښځینه متخصصینو ته اړتیا لري.»

افغان مېرمنو او نجونو چې د راتلونکي لپاره یې له لسګونو پلانونو او هیلو سره خپلو زده کړو ته دوام ورکولو، وايي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو په تړل کېدو سره اوس دوی له یوه ناڅرګند راتلونکي سره مخ دي.

د بامیان اوسېدونکې حنیفه وايي: «تر څه وخته به طالبان موږ زده کړو ته نه پرېږدي؟ ولې دا کار کوي؟ موږ تر کومه وخت نه شو کولی چې لاړې شي او زده کړې وکړو؟»

د ښځینه ډاکټرانو د نشتوالي اغیزې، په ځانګړې توګه د هیواد په کلیو کې، له نورو ځایونو ډيرې لیدل کیږي – په هغو کلیو کې چې په ځینو حالاتو کې يې نارینه دې ته حاضر نه دي چې میرمنې يې نارینه ډاکټرانو ته د د درملنې لپاره لاړې شي.

د کنړ اوسیدونکی عبدالله وايي: «که ښځې زده کړې ونه کړي، ځينې ناروغۍ شته، چې يو ښځه يې له ښځينه ډاکټرې پرته بل چا ته نه شي ويلى.»

د کنړ اوسېدونکی عبدالرحمن وايي: «اوس موږ د ښځو زده کړو لپاره جدي اړتيا لرو، چې ښځې زده کړو ته اجازه ترلاسه کړي چې د ښځو درملنه ښځې وکړي.»

د ښځينه مسلکي کارکونکو د نشتوالي له امله یوه له مهمو اندیښنو څخه د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې زیاتوالی دی، د پاملرنې نړیوالې موسسې په راپور کې افغانستان د زیږون پر مهال د ځمکې پر مخ یو له خطرناکو هېوادونو څخه بللی دی.

دغه بنسټ ویلي په ۲۰۲۰ کال کې په افغانستان کې اته زره او اوه سوه میرمنو د زیږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی.