لویدیځه اسیا

ایران ته د ټرمپ وروستی الټي میټم؛ د سولې طرحه پر مېز او د بریدونو ګواښ نږدې شوی

انځور- پر ایران د امریکا او اسرائیلوبرید، ارشیف څخه

د امریکا او ایران ترمنځ له پنځه اوونیو جګړې وروسته، دواړو لورو ته د سولې یوه نوې طرحه سپارل شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې ډونالډ ټرمپ ایران ته د سې شنبې تر شپې مهلت ورکړی چې که هوکړې ته ونه رسیږي، پر دغه هېواد به د «دوزخي» بریدونو لړۍ پیل کړي.

دا طرحه چې د پاکستان په منځګړیتوب جوړه شوې، وړاندیز کوي چې سمدستي دې اوربند وشي او په راتلونکو ۱۵ تر ۲۰ ورځو کې دې پر یوې هراړخیزې هوکړې خبرې وشي.

د رپوټونو له مخې، د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر په دې اړه د امریکا له مرستیال ولسمشر جي ډي وانس او د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره په دوامداره اړيکه کې دی.

که څه هم دا طرحه موجوده ده، خو تهران په سمدستي ډول د هورمز تنګي د پرانیستلو غوښتنه رد کړې او وایي چې امریکا د دایمي اوربند لپاره چمتووالی نه لري.

ولسمشر ټرمپ په خپله «ټروت سوشل» پاڼه کې لیکلي چې که ایران تر سې شنبې پورې (د واشنګټن په وخت د شپې ۸ بجې) هوکړه ونه کړي، د دغه هېواد پر انرژۍ او ترانسپورتي بنسټونو به سخت بریدونه وکړي.

بل لور ته، اسرائیلو د ایران د سپاه پاسداران د استخباراتو د مشر، مجید خادمي د وژلو مسوولیت منلی او ګواښ یې کړی چې د ایران مشران به «یو یو» له منځه یوسي.

په تېرو پنځو اوونیو کې دا جګړه خورا خونړۍ شوې ده؛ په ایران کې د ۲۴۴ ماشومانو په ګډون ۳۵۴۰ کسان وژل شوي او په لبنان کې هم د قربانیانو شمېر ۱۴۶۱ ته رسېدلی دی.

د دې ترڅنګ ۱۳ امریکايي سرتېري هم په دې نښتو کې وژل شوي دي. نړیوال بنسټونه اندېښمن دي چې که دا جګړه ونه درېږي، پر ملکي بنسټونو بریدونه به «جنګي جنایتونه» حساب شي.