لویدیځه اسیا

ایران د دوو امریکایي جنګي الوتکو د نسکورولو ادعا وکړه

انځور له سنتکام څخه

د ایران او امریکا ترمنځ د مخامخ جګړې په ۳۶مه ورځ، تهران اعلان کړی چې د امریکا دوه پرمختللې جنګي الوتکې یې ویشتلي او نسکورې کړې دي.

 راپورونو له مخې، یوه F-15E ډوله الوتکه د ایران په “کهګیلویه او بویر احمد” ولایت کې او یوه A-10 ډوله الوتکه په خلیج کې راغورځېدلې ده.

امریکایي رسنیو منلې چې دوه پیلوټان ژغورل شوي، خو یو تن یې لا هم لادرکه دی او د موندلو لپاره یې بېړنۍ پلټنې روانې دي.

ایران وایي دا الوتکې یې په یو “نوي دفاعي سیستم” ویشتلي دي، چې دې کار د ډونالډ ټرمپ د ادارې هغه ادعاوې تر پوښتنې لاندې راوستې چې ګنې د ایران هوايي دفاع یې له منځه وړې ده.

د جګړې له پیل (فبرورۍ ۲۸) راهیسې په ایران کې د وژل شویو شمېر ۲۰۷۶ کسانو ته رسېدلی او تر ۲۶ زرو ډېر نور ټپیان دي.

 یل کېږي ایران د امریکا د ۴۸ ساعته اوربند وړاندیز رد کړی دی. د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ټرمپ وروستي ګواښونه “جنګي جنایت” بللي دي.

دا جګړه یوازې په سنګرونو پورې محدوده نه ده؛ په نړیواله کچه د خوراکي توکو بیې ۲.۴ سلنه لوړې شوي او په اسټرالیا کې د تېلو سخت کمښت پیدا شوی دی.

بلخوا په پاکستان کې حکومت اعلان کړی چې په پلازمېنه او پنجاب ولایت کې به تر یوې میاشتې پورې ټول دولتي بسونه د خلکو لپاره وړیا وي.