د ایران سپاه پاسداران ځواکونو اعلان کړی چې دغه هېواد د توغندیزو او ډرون بریدونو نوې څپه چې دوی ورته د «صادق وعده ۴ څوارلسمه څپه» نوم ورکړی، په بحرین کې د امریکا د متحدو ایالتونو پر یوې پوځي اډې ترسره کړې ده.
د یادو ځواکونو په وینا، دغه برید د ۲۰ بې پیلوټه الوتکو او ۳ توغندیو په واسطه شوی چې په پایله کې یې د دغې اډې د قوماندانیو مرکزي ودانۍ او سټاف مرکز ویجاړ شوي دي. متحده ایالاتو تر اوسه د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.
خو تر دې وړاندې د امریکا مرکزي قوماندانی (سنتکام) د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي وو چې د عمان په خلیج کې یې ۱۱ ایراني کښتۍ په نښه کړې دي. د دغې قوماندانی په وینا، ایران دا مهال د عمان په خلیج کې هیڅ کښتۍ نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې پر ایران د متحده ایالاتو او اسرائیلو ګډ بریدونو څلورمه ورځ پیل شوې ده.
په دغو بریدونو کې تر دې مهاله د ایران توغندیز او اټومي مرکزونه په نښه شوي او د ایران د مذهبي مشر علي خامنهيي په ګډون، یو شمېر لوړپوړي سیاسي او پوځي چارواکي هم وژل شوي دي.
ایران په ځواب کې په اسرائیلو کې دننه ځینې اهداف او په سیمه کې د امریکا پوځي اډې په نښه کړې دي او ادعا یې کړې چې امریکایي ځواکونو ته یې درنه مرګژوبله اړولې ده.
