لویدیځه اسیا

د خامنه اي او جمهوري ریاست پر دفترونو بریدونه وشول

انځور- پر ایران د امریکا او اسرائیلوبرید، ارشیف څخه

بي بي سي راپور ورکړی چې د ایران په پلازمېنه تهران او څو نورو ښارونو کې د پرله پسې چاودنو غږونه اورېدل شوي او په تهران کې د دغه هېواد د مذهبي مشر او جمهوري ریاست دفترونه په نښه شوي دي.

د رارسېدلو معلوماتو له مخې، په کرمانشاه، قم، اصفهان، تبریز او کرج کې پر پوځي تاسیساتو او همدارنګه په کنارک کې د ایران پر سمندري مرکزونو بریدونه شوي دي.

دغه راز له کرد میشتې سیمې “کامیاران” څخه په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د سپاه پاسداران یوه اډه هم بمبار شوې ده.

د اسرائیلو دفاعي ځواکونو تر بریدونو وړاندې ایراني ولسي وګړو ته خبرداری ورکړی و، چې له پوځي مرکزونو او تاسیساتو لرې شي.

له تهران څخه په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي چې په “نارمک” سیمه کې د پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد پر کور هم مرمۍ لګېدلې، خو لا څرګنده نه ده چې نوموړي ته زیان رسېدلی او که نه.

د ایران د کورنیو چارو وزارت ویلي چې امنیتي ځواکونه د نظم ساتلو په موخه په بشپړ چمتووالي کې دي او په ټول هېواد کې روغتونونه د بېړنیو خدمتونو وړاندې کولو ته چمتو شوي دي.