لویدیځه اسیا

مسکو د پوتین پر استوګنځای د ګن شمېر ډرون بریدونو د لمنځه وړلو خبر ورکړی

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، اوکراین د دوشنبې په سهار (د ډسمبر۲۹مه) د روسیې د ولسمشر پر دولتي استوګنځي د بې‌پیلوټه الوتکو برید کړی دی.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، په دغه برید کې ۹۱ واټن‌وهونکي بې‌پیلوټه الوتکې کارول شوې وې، چې ټولې د روسیې د هوايي مدافعې سیستمونو له‌خوا شنډې شوې دي.

د لاوروف په وینا، تر اوسه د دغو ډرون بریدونو له امله د احتمالي مرګ‌ژوبلې او یا هم د بې‌پیلوټه الوتکو د پاتې شونو د لوېدو له امله د مالي زیان راپور نه دی ورکړل شوی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، دا برید په داسې وخت کې شوی، چې د اوکراین د جګړې د حل لپاره د روسیې او امریکا ترمنځ هڅې او خبرې روانې وې.

لاوروف ټینګار کړی، چې دا اقدام به «بې‌ځوابه پاتې نه شي»، خو په ورته وخت کې یې ویلي، مسکو نه غواړي له متحده ایالاتو سره د خبرو بهیر پرېږدي.

په ورته وخت کې، روسي چارواکو د روسیې او امریکا د ولسمشرانو ترمنځ د یوې نوې ټلیفوني مکالمې خبر هم ورکړی دی.

د ټاس د راپور له مخې، د روسیې د ولسمشر د نړیوالو چارو سلاکار یوري اوشاکوف تایید کړې، چې ولادیمیر پوتین او ډونالد ټرمپ د ډسمبر ۲۹مه، تازه ټلیفوني تماس درلود.

د ټاس خبري اژانس له قوله، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د خپل سوشیال میډیا (ثروث سوشیال) له لارې له پوتین سره د نوي ټلیفوني اړېکه اوخبرې تایید کړی دي.