امنیت لویدیځه اسیا

د ترکیې پولیسو له سلو ډېر کسان د داعش سره د اړیکو په شک نیولي دي

د ترکیې امنیتي ځواکونو ویلي چې په استانبول ښار کې یې د داعش وسله‌والې ډلې سره د تړاو په تور ۱۱۵ مشکوک کسان نیولي دي.

د استانبول د لویې څارنوالۍ په وینا، دغه کسان د کرېسمس او نوي کال د لمانځغونډو پر وړاندې د بریدونو د پلانولو په تړاو تر څار لاندې وو.

د عدلي او امنیتي چارواکو د معلوماتو له مخې، د استانبول پولیسو له هغې وروسته پراخ عملیات پیل کړل چې د استبخاراتي ادارو معلوماتو لمخې د داعش غړي په ځانګړي ډول په ترکیه کې د غیرمسلمانانو د په نښه کولو نیت لري.

دا عملیات په ۱۲۴ بېلابېلو ځایونو کې ترسره شول او هغه ۱۳۷ کسان چې پولیسو تعقبول له دې جملې یې ۱۱۵کسان نیول شوي دي.

د عملیاتو پر مهال، له مشکوکو کسانو څو میل‌تفنګچې او د یو اندازه مهمات هم ضبط شوي دي.

د ترکیې امنیتي چارواکو ویلي چې د دې قضیې څېړنې لا هم روانې دي او د یادې شبکې سره د تړاو لرونکو نورو کسانو د نیولو هڅې دوام لري.

په ورته وخت کې، دوه ورځې وړاندې د داعش یو بل غړی، چې «مهمت ګورن» نومېږي، په پاکستان کې نیول شوی او ترکیې ته لېږدول شوی دی.

ګورن، چې د ترکیې تبعه دی، د داعش له هغې څانګې سره د تړاو په تور نیول شوی چې ویل کېږي د افغانستان او پاکستان ترمنځ ډیورنډ کرښې ته نږدې سیمو کې یې فعالیت درلود او د یادې ډلې له مهمو څېرو څخه ګڼل کېده.

د امنیتي چارواکو په وینا، ګورن په دې کار کاوه چې په افغانستان، پاکستان، ترکیه او یو شمېر اروپايي هېوادونو کې پر ملکي وګړو ځانمرګي بریدونه تنظیم کړي او تر دې وړاندې یې په پاکستان کې د ترسره شوو هوايي بریدونو څخه ژوندی پاتې شوی و.

د ترکیې چارواکي وایي، د دغو کسانو نیول او وروستي عملیات د داعش شبکو پر وړاندې د پراخو هڅو او سیمه‌ییزو همکاریو برخه ده؛ داسې اقدامات چې کولی شي د دې ډلې د جلب‌وجذب لارې، راتلونکي پلانونه افشا کړي او د احتمالي ترهګریزو بریدونو مخه ونیسي.