د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دوشنبې د لړم په ۲۳مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دا هېواد به یوه ټولګډونه او د خلکو، په تېره بیا افغان ښځو او لږکیو ملاتړ لروونکي دولت ته د قدرت د لېږد لپاره خپلو فشارونو ته دوام ورکړي.
په دغه خبرپاڼه کې راغلي چې امریکا به له دیپلوماتیکو، سیاسي، اقتصادي لارو او هره مرسته چې په واک کې یې لري، د افغانانو له «اساسي حقونو» د ملاتړ لپاره کار واخلي.
د دغه وزارت په وینا، امریکا غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې طالبان خپلو هغو وعدو ته چې په دوحه کې یې له امریکا سره د افغانستان د خلکو په هکله کړې ژمن پاتې کېږي که نه.
په دغه خبرپاڼه کې همداراز ټینګار شوی چې د افغانستان له خلکو سره د امریکا ژمنه دوامداره ده او دا هېواد به د ټولګډون دولت د جوړولو لپاره چې په هغې کې د ښځو او لږکیو حقونو ته درناوی وشي، خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، دا خبرپاڼه ددغه وزارت د وېبپاڼې د «د افغاني کورنیو د یو ځای کولو» په نوم تازه جوړه شوې برخه کې خپره کړې ده.
له بلې خوا، د ولسي جرګې یو غړی له آمو سره په خبرو کې وایي چې امریکا او نړیواله ټولنه، باید په اصلاحي بڼې د افغانستان قضیې ته و نه ګوري.
د افغانستان د مخکیني حکومت د ولسي جرګې استازی مهدي راسخ وايي چې د ټولګډونه دولت د راوستو په اړه د امریکا نسخه، د ملي یووالي حکومت آزمویل شوې نسخه ده چې قومونو په ننداریز ډول پکې ګډون درلود.
هغه دې ته په اشارې سره چې طالبان هېڅ ډول تعامل نه مني زیاته کړه: «امریکایان هڅه کوي چې د دوحې خبرې اترې پایلې ته ورسوي، له دې امله پر سیاسي او دیپلوماتیکو خبرو ټینګار لري ترڅو طالبانو د خپلو ژمنو عملي کولو ته اړ کړي. همداراز له بېلابېلو قومونو یو شمېر کسان په سمبولیک ډول په واک کې شریک شي ترڅو د طالبانو د نړیوال مشروعیت بحران حل شي.»
له بلې خوا، د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان په دې اند دي چې امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو له ایستلو وروسته، د افغانستان لپاره هېڅ ځانګړې کړنلاره نه لري.
د سیاسي چارو کارپوه فرشید حکیم یار، د پورتنیو څرګندونو په تاییدولو سره په دې باور دی چې که څه هم امریکا د افغانستان د درېيو ګاونډیو له اړخه اندېښنه لري؛ خو په افغانستان کې شتون ددې هېواد لپاره ځانګړې ګټه نه ده لرلې.
ښاغلی حکیم یار وویل: «امریکا په ټول کې دا پیغام رسوي چې ټولګډونه حکومت؛ خو دا یوه ديپلوماسي ده او امریکا وه چې د افغانستان حکومت یې طالبانو ته وسپاره او اوس هم له دوی سره کار کوي. په پولنډ او فرانسې کې د پیسو چاپول او هېواد ته یې لېږدول، په واقعیت کې له طالبانو سره د امریکا مستقیمه مرسته ده.»
له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو او د دغه هېواد د ملاتړي نظام له سقوطه څه د پاسه یو کال تېرېږي؛ دا سقوط چې په دوحه کې د امریکايي ځواکونو د بشپړ وتلو له هوکړې وروسته، د هېواد له زندانونو د څه د پاسه اوه زره طالب بندیانو د خوشي کولو لامل شوه.