بشري حقوق

اسوشیټدپرېس: په افغانستان کې له زده‌کړې محرومې نجونې دیني مدرسو ته پناه وړي

اسوشیټدپرېس راپور ورکړی، چې د طالبانو له‌خوا د نجونو پر ثانوي او لوړو زده‌کړو د بندیز درې کاله پوره کېدو وروسته، ډېرې افغانې نجونې چې له رسمي زده‌کړو بې‌برخې شوې دي، اوس دیني مدرسو ته مخه کړې؛ ښوونیز بنسټونه چې خپلې دروازې یې ورته پرانیستې دي.

ناهده، یوه ۱۳ کلنه نجلۍ چې هره ورځ د کابل په یوه هدیره کې د خپل لومړني ښوونځي تر پای وروسته کار کوي، د طبيبې کېدو له خوبه یادونه کوي؛ هغه خوب چې په باور یې، اوس ترې ډېر لرې شوی. ناهده وایي، غواړي د راتلونکي تعلیمي کال له پیل سره یوه دیني مدرسه کې شامله شي.

هغې له اسوشیټدپرېس سره په خبرو کې وویل: «غواړم ښوونځي ته لاړه شم، خو نه شم تلای؛ نو مجبوره یم دیني مدرسې ته لاړه شم.»

راپور زیاتوي، طالبان چې په ۲۰۲۱ کال کې بېرته واک ته ورسېدل، افغانستان یې د نړۍ یوازینی هېواد کړ، چې رسماً یې نجونې د ثانوي او لوړو زده‌کړو له حقه محرومې کړې. له دې بندیز سره، دیني مدرسې د زرګونو نجونو لپاره یوازینۍ تعلیمي پناه شوې دي.

زاهدالرحمن صاحبي، چې د کابل د «تسنیم نصرت» اسلامي علومو مرکز مشر دی، اسوشیتدپرس ته ویلي: «څرنګه چې ښوونځي د نجونو پر مخ تړل شوي، دوی دا مدرسې د زده‌کړې لپاره یو فرصت بولي.»

نوموړي مرکز شاوخوا ۴۰۰ زده‌کوونکي لري، چې ۹۰ سلنه یې ښځینه دي او عمرونه یې له درېو تر ۶۰ کلونو پورې دي. دوی قرآن، اسلامي فقه، احادیث او عربي ژبه زده کوي.

صاحبي زیاتوي، که څه هم له مخه هم دیني مدرسې د خلکو تر منځ محبوبې وې، خو اوس د زده‌کوونکو شمېر تر پخوا څو چنده زیات شوی دی.

اوس مهال دقیق شمېر نشته، چې څومره نجونې دیني مدرسو ته تللې، خو د طالبانو د پوهنې وزارت مرستیال کرامت‌الله آخوندزاده تېر سپټمبر ویلي و، چې یوازې د تېر یوه کال په ترڅ کې تر یو میلیون ډېر نوي زده‌کوونکي دیني مدرسو ته ور اضافه شوي. هغه ویلي و، چې دا شمېر اوس له درې میلیونو اوښتی دی.

سره له دې، چې زرګونه نجونې د رسمي زده‌کړې له دوام بې‌برخې دي، ځینې لا هم هیله لري چې د دیني ژمنتیا له لارې به بېرته ښوونځیو ته د تللو اجازه ومومي. ۲۵ کلنه فائزه، چې دا مهال په یوه دیني مدرسه کې زده‌کړه کوي، وايي، که څه هم د طبيبې کېدو خوب یې ځنډېدلی، خو لا هم باور لري چې کورنۍ به یې له دین سره د هغې ژمنتیا ته په کتو، بېرته ښوونځي ته د تللو اجازه ورکړي.

زاهدالرحمن صاحبي ټینګار کوي، چې د دیني او عصري علومو یو ځای زده‌کړه اړینه ده. هغه وایي: «اسلام سپارښتنه کوي، چې هم دیني او هم عصري زده‌کړې وشي؛ دواړه مهم دي.»

د نجونو د زده‌کړې بندیز د طالبانو دننه هم له مخالفت سره مخ شوی. د طالبانو د بهرنیو چارو پخواني مرستیال شیرعباس ستانکزي، سږ کال په جنورۍ کې یوې عامه وینا کې وویل، چې د نجونو د زده‌کړې د مخنیوي لپاره هېڅ موجه دلیل نشته. ویل کېږي، چې نوموړی اوس رخصت دی او ښایي هېواد پرېیښی وي.

د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) اجرائیه رئیسې، کاترین راسل، وړاندې خبرداری ورکړی و، که دا بندیز تر ۲۰۳۰ کاله دوام ومومي، تر څلور میلیونو ډېرې نجونې به د ابتدايي زده‌کړو له سطحي پورته له زده‌کړو بې‌برخې پاتې شي.

هغې ویلي: «دا بندیز به د افغانستان پر راتلونکي، اقتصاد او روغتیايي نظام ناوریني اغېزې ولري.»

راپور زیاتوي، د افغانستان په یوه محافظه‌کاره برخه کې ديني زده‌کړې تر ټولو مهمې بلل کېږي. ملا محمد جان مختار، چې د کابل شمال کې د یوې دیني مدرسې مشر دی، وايي: «د قرآن زده‌کړه د ټولو نورو علومو بنسټ دی؛ که هغه طب وي، انجینري یا نور.»

نوموړی ټینګار کوي، چې باید د نجونو لپاره دیني مدرسې پراخې شي. هغه وایي: «کله چې ښځې له دیني احکامو باخبره وي، نو کولای شي د خاوند، کورنۍ او ټولنې حقوق ښه درک کړي.»