افغانستان

پکتیکا کې ولسي خلکو د ښوونځي یوه عصري ودانۍ په خپل لګښت جوړه کړې

د هغه ښوونځي د ودانۍ انځور چې د خایي خلکو په مالي لګښت ودان شوی دی.

د پکتیکا ولایت د یوسف خېلو ولسوالۍ اوسېدونکو د تعلیم د پراختیا په موخه د یوه ښوونځي نوې عصري ودانۍ په خپل مالي لګښت جوړه کړې ده.

سرچینې آمو ته وویل، چې دا ودانۍ د یوسف خېلو ولسوالۍ اړوند د زمري کوټ په سیمه کې جوړه شوې او ډېر ژر به رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د معلوماتو له مخې، یاده ودانۍ د ځوانانو، مشرانو او بهرنیو مېشتو افغانانو په مالي مرسته، د څو میلیونه افغانیو په لګښت رغول شوې ده.

د سرچینې په وینا، د دې ښوونځي له جوړېدو سره به سلګونه ماشومانو ته د زده‌کړو لپاره مناسب چاپېریال برابر شي.

ویل کېږي چې د پکتیکا په ګڼو ولسوالیو کې لا هم لسګونه ښوونځي د ودانۍ له نه‌شتوالي سره مخ دي، چې له امله یې ماشومان تر شنه آسمان لاندې زده‌کړې کوي.

دا ولسي نوښت د دې ولایت د خلکو د ښوونې او روزنې لپاره د ژمنتیا څرګندونه کوي.