کابل کې د نیول شوو نجونو کورنۍ آمو ته وایي، چې د دوی د لوڼو له نیول کېدو یوه اونۍ تېریږي، خو لا هم د هغوی له برخلیکه خبر نه دي.
دغه کورنۍ ټينګار کوي چې د طالبانو په بندخونو کې د خپلو لوڼو له وضعیته اندېښمن دي. ورته مهال، د طالبانو له بنده آزادې شوې ښځې او نجونې وایي، چې د طالبانو له ناوړه چلند سره مخ شوي او دوی ته ویل شوي چې له محرم پرته، له کوره دباندې و نه وځي.
په کابل کې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو تر نیول کېدو وروسته، یوه نیول شوې نجلۍ چې اوس آزاده شوې، آمو سره په خبرو کې ویلي چې له بشپړ حجاب سره سره، بیا هم طالبانو ونیوله او اته ساعته یې د دوی په نظرخونه کې تېري کړې دي.
د دې په خبره، له ضمات وروسته خوشې شوې ده. نوموړې زیاتوي چې طالبانو له پلټنې وروسته، یو زیات شمېر ښځې د امر بالمعروف اړوند موټرو ته پورته کړې او له ځانه سره یې بوتللې.
دغه نیول شوې نجلۍ همداراز وایي، چې د نیول کېدو پر مهال د طالبانو له بد چلند سره مخې شوې دي او دوی ته خبرداری ورکړل شوی چې له دې وروسته له محرم پرته له کوره دباندې و نه وځي. ویل کېږي، چې لا هم یو شمېر نیول شوې د ضمانت د نشتوالي له امله، د طالبانو په بند کې پاتې دي او د دوی له برخلیکه تر اوسه معلومات نشته.
د طالبانو له لوري نیولشوي نجلۍ وايي: «له بشپړ حجاب سره له کوره وتلې وم، خو بیا هم طالبانو ونیولم. اته ساعته مې د دوی په نظرخونه کې تېر کړل، سپکاوی، ګواښ هر څه ول او راته وویل شول، چې نور له محرم پرته له کوره و نه وځم. ډېرې ښځې یې له مونږ سره راوستلې، یو شمېر یې چې ضمانتونه یې راوستل، خوشې شول؛ خو ډېر شمېر یې همالته پاتې شول او تر اوسه نه پوهېږو چې په کوم وضعیت کې دي؟»
یو شمېر نیول شوې ښځې وايي، چې طالبانو د ضمانت د اخیستو پر مهال د دوی له کورنیو سره بد چلند او سپکاوی کړی دی. بلخوا، د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې د طالبانو لخوا د ښځو او نجونو نیول کېدل، له ټولنې د ښځو منظم حذفول بولي.
کابل کې د نیول شوو نجونو کورنۍ آمو ته وایي، چې د دوی د لوڼو له نیول کېدو یوه اونۍ تېریږي، خو لا هم د هغوی له برخلیکه خبر نه دي.
دغه کورنۍ ټينګار کوي چې د طالبانو په بندخونو کې د خپلو لوڼو له وضعیته اندېښمن دي. ورته مهال، یو شمېر نورې ښځې او نجونې د طالبانو له دغه چلند څخه په نیوکې وایي، چې طالبانو د دوی په منځ کې ډار و وېره خپره کړې ده.
تېره اونۍ، طالبانو پرته له کوم دلیل څخه یو شمېر ښځې او نجونې، د کابل په قلعه فتح الله، شهرنو او دشت برچي سیمو کې ونیولې.
د پېښې عیني شاهدان وایي، چې د ښځو او نجونو دغه نیول له زور سره مل وه او یو شمېر ښځې د نیول کېدو پر مهال له سینګارتونونو په زوره و اېستل شوې او پلټنې ترې وشوې؛ خو د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د ښځو او نجونو له نیول کېدو انکار کوي.
