بشري حقوق

یوناما: ایستل شوي کډوال د طالبانو له‌خوا سره له «ګواښونو او شکنجې» سره مخ دي.

له پاکستانه د راستانه شوي کډوالو انخور

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) په یوه تازه راپور کې ویلي، هغه کډوال چې په زوره له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ایستل کېږي، د طالبانو له‌خوا له شکنجې، ناوړه چلند، بې‌دلیله نیونو او امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

یوناما ویلي، د دې راپور بنسټ د هغو شلګونو کسانو مرکې دي چې په ۲۰۲۴ میلادي کال کې په زوره افغانستان ته ستانه شوي دي.

د راپور له مخې، له هغو کسانو چې له خطر سره مخ دي، ښځې، نجونې، د پخواني حکومت کارکوونکي، امنیتي ځواکونه، د رسنیو کارکوونکي او د مدني ټولنې غړي شامل دي. دغه راپور د یوناما د پخوانیو موندنو او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر پر بنسټ چمتو شوی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر، وولکر تورک، ویلي: «هیڅوک باید داسې هېواد ته بېرته ونه استول شي، چېرې چې د خپلې پېژند یا شخصي ماضي له امله له آزار، ځورونې یا شکنجې سره مخ وي. په افغانستان کې دا وضعیت، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره خورا څرګند دی، ځکه دوی د جنسیت له امله له سخت محدودیت سره مخ دي.»

راپور زیاتوي، یو شمېر مرکه شوو کسانو چې له پخواني حکومت یا امنیتي ځواکونو سره تړاو لري، ویلي چې د طالبانو له‌خوا د عمومي بخښنې له اعلان سره سره، له وېرې ځانونه پټ ساتي.

یوناما وايي، د هغو ښځو وضعیت خورا خراب دی چې په زور هېواد ته ستنې شوې دي. په یوه برخه کې د یوه تلویزیوني خبریالې تجربه شریک شوې، چې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته له ګواښونو تښتېدلې وه. نوموړې وایي، له زور بېرته ستنېدو وروسته، ښځې او نجونې له هېڅ ډول کاري فرصت، د تګ راتګ ازادۍ او د شپږم ټولګي پورته زده‌کړو څخه بې‌برخې دي. هغې ویلي:
«زه په ډاډ سره ویلای شم، چې زه عملاً په کورني بند کې ژوند کوم.»

په راپور کې د پخواني حکومت یو چارواکی هم ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال تر ستنېدو وروسته دوه شپې په یوه کور کې بندي و، هلته سخت شکنجه شوی؛ د لرګي، کیبل، چوبو وهل، مصنوعي ډوبول او جعلي اعدام ورته ترسره شوی، چې له امله یې پښه ماته شوې ده.

یوناما خبرداری ورکړی چې د داسې کسانو بېرته ستنول، چې د شکنجې، ناوړه چلند، جبري تري تم کېدو یا نورو جبران‌ناپذیره زیانونو له جدي خطر سره مخ وي، د اجباري نه‌ستنېدو له اصل سرغړونه ده او نړیوالو قوانینو ته جدي سپکاوی بلل کېږي.

یاد بنسټ له هېوادونو غوښتنه کړې، چې له هر ډول شړلو مخکې باید د افرادو انفرادي ارزونه وکړي، او هغه کسان چې د بشري حقونو د جدي سرغړونو له خطر سره مخ دي، افغانستان ته بېرته نه‌ستني کړي.

راپور همداراز سپارښتنه کوي چې هېوادونه باید افغان مهاجرو ته د خوندي تګلارو او لارو فرصتونه زیات کړي، څو له خطرناکو شرایطو وتښتي او له اخراج د وېرې پرته په هماغو هېوادونو کې پاتې شي.

د یوناما مشره، روزا اوتونبایوا، وايي: «سره له دې چې طالبان په وروستیو کلونو کې د ستنېدونکو کسانو د زیات شمېر پر وړاندې غبرګون ښودلی، لا هم اړتیا ده چې نور اقدامات وشي څو باوري شي چې ستنېدونکي کسان ټولنې ته ورګډ شوي او د هغوی بشري حقونه خوندي دي.»

هغې ټینګار کړی: «د هېواد په سیاسي، ټولنیز او اقتصادي ژوند کې د ټولو افغانانو مشارکت د افغانستان د پرمختګ او هوساینې لپاره حیاتي دی. زه له طالبانو غواړم چې د نړیوالو قوانینو پر بنسټ خپلې ژمنې او د افغانستان د خلکو پر وړاندې خپلې مسؤلیتونه عملي کړي.»