قطر، له افغانستان څخه د ملاتړ په برخه کې، د منځګړي په توګه د خپلو هڅو له دوامه خبر ورکړی.
په ملګرو ملتونو کې د دې هېواد دایمي استازي د امنیت شورا ناستې ته ویلي، دا هڅې به له سترو ننګونو سره په مقابلې او د افغانستان د سولې او ثبات د ترلاسه کولو په موخه دوام ومومي.
د نوموړي په خبره، قطر به د ملګرو ملتونو په مشرۍ، د دوحې له بهیر کوربتوب ته، چې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د ادغام په لټه کې دی، دوام ورکړي.
دا څرګندونې داسې مهال دي، چې قطر په وروستي مورد کې د طالبانو او د آلمان د فدرالي حکومت ترمنځ د خبرو منځګړیتوب هم کړی وو.
قطر، د طالبانو له مهمو متحدانو شمېرل کېږي؛ هغه هېواد چې د افغانستان د پخواني حکومت پر مهال، د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه او د امریکا، د افغانستان د پخواني حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو تسهیل کوونکی و او نن هم د طالبانو د ډيپلوماسۍ په میدان بدل شوی دی.
دلته، ملګرو ملتونو کې د قطر دایمي استازي د امنیت شورا یوې ناستې ته ویلي، چې هېواد یې د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان د ملاتړ هڅو ته دوام ورکوي او یو منځګړۍ به پاتې شي تر څو افغانستان له مهمو ننګونو سره مقابله وکړي او سولې او ثبات ته لاسرسی ومومي.
په ملګرو ملتونو کې د قطر دایمي استازې، عالیه احمد بن سیف آلثاني، وايي: «قطر به له افغانستان څخه د ملاتړ په برخه کې، خپل منځګړي هڅو ته دوام ورکړي، څو دا هېواد له سترو ننګونو سره مقابله وکړي او سولې او ثبات ته ورسېږي. دغه هڅې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د افغانستان په اړه د دوحې بهیر کوربهتوب هم رانغاړي؛ هغه بهیر چې موخه یې په نړیوالې ټولنه کې د افغانستان بشپړ ادغام دی.»
قطر؛ د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې بهیر اصلي تسهیل کوونکی او کوربه دی، هغه بهیر چې موخه یې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان بیا ځلې ادغام دی، خو لا هم مهم مسایل لکه د سولې مذاکرات، ټول ګډونې حکومت، د بشر حقونه او په جوړښتونو کې د ښځو ګډون هغه موضوعات دي، چې د دې بهیر د بحث په منځپانګه کې نه دي ځای شوي. دغه بهیر، اوس یوازې له نشهیي توکو سره د مبارزې او د خصوصي برخې پر پیاوړتیا د کاري ډلو په بحثونو متمرکزه ده.
قطر دغه راز د طالبانو او هېوادونو ترمنځ د اړیکو په رامنځته کولو کې هم مهم رول لوبولی دی. دغه هېواد، د طالبانو، امریکا او د اروپایي هېوادونو ترمنځ د اړیکو په رامنځته کولو کې خپل رول ادا کړی دی. په وروستي مورد کې، د آلمان فدرالي دولت ومنله، چې د قطر په منځګړیتوب یې له طالبانو سره خبرې اترې کړې دي. د آلماني چارواکو په خبره، د دوحې په منځګړیتوب یې تېره اونۍ اتیا افغانان له آلمانه افغانستان ته لېږدولې دي. د دې موضوع ترڅنګ؛ برلین تازه اعلان کړی چې د طالبانو دوه ډیپلوماتان هم په خپل هېواد کې مني.
