افغانستان

په پکتیا او خوست کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي

د پکتیا او خوست ولایتونو یو شمېر سیمې د وروستیو پرله‌پسې ورښتونو له امله له سختو سېلابونو سره مخ شوې، چې له کبله یې خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

ځايي سرچینې وایي، چې د پکتیا ولایت د وزي ځدران ولسوالۍ او د خوست ولایت د شمل سیند شاوخوا سیمو کې سېلابونه راوتلي، چې د ګڼو کورونو تر څنګ یې استنادي دیوالونه، د اوبو کانالونه او پراخې کرنیزې ځمکې تخریب کړې دي.

د پکتیا د وزي ځدران یو اوسېدونکی آمو ته ویلي، چې سېلابونو د خلکو کورونه په بشپړه توګه زیانمن کړي او د کرنیزو حاصلاتو ډېره برخه، په تېره د جوارو فصلونه، تر خاورو لاندې شوي دي.

هغه زیاتوي: “زموږ کلنی عاید له جدي خطر سره مخ دی، ځکه نه مو فصل پاتې دی، نه کور.”

سیمه ییز خلک شکایت لري، چې تر اوسه نه د طالبانو له خوا پوښتنه شوې او نه هم له کومې مرستندویې ادارې مرسته تر لاسه شوې ده.

زیانمن شوي کورنۍ له طالبانو حکومت او نړیوالو بشردوستانه بنسټونو د بیړنۍ مرستې غوښتنه کوي.

د دې سېلابونو او اړو زیانونو په اړه تر اوسه د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو رسمي څرګندونې نه دي کړې.

د چاپېریال برخې کارپوهان وايي، چې د اقلیمي بدلونونو او د اوبو د مدیریت لپاره د ناسمو جوړښتونو له امله په وروستیو کلونو کې دا ډول طبیعي پېښې ډېرې شوې دي.

دوی خبرداری ورکوي، چې که چټک او اغېزناک تدابیر وانه‌خېستل شي، دا ډول سېلابونه به د هېواد د کرنیزو او اقتصادي شرایطو لپاره ستر ګواښ وي.