بشري حقوق

یوناما: د طالبانو واک ته رسېدو د ښځو او نجونو پر ژوند سخت اغېز کړی

عکس از آرشیف

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) وايي، له هغه وخته چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقونو او د هېواد پر بشري وضعیت پراخ اغېز شوی دی.

د راپور په وینا، د طالبانو لخوا پرلپسې محدودوونکي فرمانونه او اقدامات، د ښځو او نجونو د عامه ژوند، زده‌کړو، کار، او ازاد تګ راتګ حقونه له جدي خنډونو سره مخ کړي دي.

د راپورونو پر بنسټ، طالبان له واک ته رسېدو وروسته د ښځو او نجونو پر ژوند لاندې عمده محدودیتونه لګولي دي:

د نجونو لپاره د ثانوي او لوړو زده کړو بندیز؛

د ښځو پر آزاد تګ راتګ، روغتیا، کار، او تعلیم باندې پراخ محدودیتونه؛

له ۷۸ کیلومترو څخه د زیات واټن سفر لپاره د محرم شتون اجباري کول؛

ښځینه کارکوونکې له ډېرو دولتي او نادولتي ادارو څخه ګوښه کول؛

د ښځو لپاره د تفریح ځایونو، ورزشي کلبونو او عامه حمامونو بندول؛

په عامه ځایونو کې د حجاب اجباري رعایت.

راپور وايي، چې یوه تازه ارزونه ښيي چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا هم له جدي ستونزو سره مخ دی. خلک له لوړې بې‌وزلۍ، د مناسب کار او سرپناه له کمښت، روغتیايي خدماتو ته د محدود لاسرسي، او د خوړو له نشت سره مخامخ دي.

دا راپور په ځانګړي ډول په افغانستان کې د هغو افرادو پر وضعیت تمرکز کوي چې له شکنجې، ناوړه چلند، ظالمانه، غیرانساني او سپکوونکي سلوکونو، او نورو نه جبرانېدونکو زیانونو له جدي خطر سره مخ دي.

د راپور په وینا، دغه خطرونه، په ځانګړي ډول، هغو کسانو ته متوجه دي چې تازه هېواد ته راستانه شوي دي. په افغانستان کې د بشري حقونو عمومي وضعیت لا هم خطرناک دی.

خلک له لوړې بېوزلۍ، د مناسب کار، سرپناه، روغتیايي خدمتونو او کافي خوړو له کمښت سره مخ دي. دا ستونزې د ټولو وګړو، په ځانګړي ډول ښځو، پر اقتصادي، ټولنیز او کلتوري حقونو مستقیم اغېز کوي.

هغه کسان چې غواړي خپل حقونه ترلاسه کړي، له هغو سیاستونو سره مخ دي چې د برحاله چارواکو لخوا تصویب شوي او د دوی د حقونو په لاره کې ځانګړي خنډونه جوړوي.