افغانستان

اوچا: د طالبانو د لاسوهنې له امله د بشري مرستو عملیاتي چاپېریال «بحراني» شوی

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې په افغانستان کې د طالبانو لاسوهنې او تاوتریخوالي د بشري مرستو پر بهیر جدي اغېز کړی او د مرستندویو بنسټونو لپاره یې عملیاتي وضعیت «کړکېچن» کړی دی.

اوچا ویلي، چې د روان کال د جون په میاشت کې د طالبانو له لوري د بشري فعالیتونو پر وړاندې د تاوتریخوالي او لاسوهنې پېښې، د مې میاشتې په پرتله ۱۳ سلنه او د تېر کال د هم‌دې مودې په پرتله ۳۵ سلنه زیاتې شوي دي.

راپور زیاتوي، چې د تېرې میاشتې په ترڅ کې درې پېښې د تاوتریخوالي ثبت شوي چې د مرستندویو بنسټونو کارکوونکي، شتمنۍ او تاسیسات یې زیانمن کړي. د دغو پېښو له ډلې، دوه بشري کارکوونکي هغه مهال د طالبانو له لوري نیول شوي، چې د ښځینه مرستندویو لپاره یې یوه غونډه تسهیلوله.

اوچا وايي، د روان کال د جنورۍ تر جون پورې، طالبانو ټول‌ټال ۱۰۰ بشري مرستندویان نیولي، چې ۳۱ یې ښځې دي. د راپور له مخې، ډېری دا نیونې د طالبانو د امر بالمعروف له خوا ترسره شوي دي.

یاد راپور ټینګار کوي، چې دا ډول نیونې او ګواښونه د مرستندویو کارکوونکو د خوندیتوب، امنیت او رواني روغتیا لپاره جدي خطرونه جوړوي. همداراز، په راپور کې راغلي چې ۱۳ پېښې د جنسیت پورې تړلي خنډونه دي، چې ښځینه کارکوونکي یې په مستقیم ډول اغېزمن کړي دي.

اوچا همداراز ویلي، چې د تګ راتګ د محدودیتونو او تلاشۍ پوستو له امله هم اووه پېښې ثبت شوې دي، چې د مرستو د رسولو پلانونه یې ګډوډ کړي.

بل‌خوا، راپور کې ویل شوي چې په ځینو سیمو کې د فزیکي شرایطو، لکه شدیدو بارانونو له امله هم د مرستو لاسرسی خنډ شوی او عملیاتي ځنډونه یې رامنځته کړي دي.

اوچا وایي، د طالبانو له خوا د مرستو د تطبیق پر بهیر لاسوهنه لا هم یوه لویه ستونزه ده. دغه سازمان زیاتوي، چې د تفاهم‌لیکونو ځنډ، د مرست‌منو کسانو په ټاکنه کې مداخله، د کارکوونکو د لیستونو غوښتنه، پر نغدي مرستو د مالیې غوښتنه، د حجاب اجباري کول، او د ښځو پر ګډون او مرستو ته پر لاسرسي محدودیتونه هغه موارد دي، چې د عملیاتو چاپېریال یې کړکېچن کړی دی.

اوچا په پای کې ټینګار کوي چې ۸۷ سلنه د ټولو هغو خنډونو چې مرستندویه بنسټونه له اړمنو سره د لاسرسي په برخه کې ورسره مخ دي، د طالبانو له لوري رامنځته شوي دي.