د طالبانو تر ادارې لاندې د کورنیو چارو وزارت وايي چې د غزني ولایت د اجرستان ولسوالۍ په لنګرخیلو کلي کې د ډلهیيزې شخړې په تړاو ۱۴ تنه نیول شوي دي.
دغه وزارت په ایکس کې لیکلي، د لنګرخیلو کلي کې د ځمکې په سر د شخړې له کبله له دواړو خواوو درې تنه ټپیان شوي دي.
طالبانو ویلي چې نیول شوي کسان به د پولیسو له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
د په داسې حال کې ده، چې د راپورونو له مخې د تېر کابل به غبرګولي میاشتې کې، د غزني ښار د شپږمې امنيتي حوزې اړوند د نوآباد سيمې يو شمېر اوسېدونکي ویلي وو، چې طالبانو د دې سيمې ټولو هزاره اوسېدونکو ته امر کړى، چې د خپلو کورونو د ملکیت اسناد دغې ډلې ته وسپاري.
د غزني د دې هزاره میشتې سیمې اوسېدونکي زیاته کړې وه، چې د دې ستونزې د هواري لپاره یې خپل استازي له اسنادو سره طالبانو ته لېږلي، خو دغې ډلې له خبرو او د دوی د ملکیتونو د اسنادو له کتلو پرته د دوی د کورونو د تخلیې امر صادر کړی دی.
