د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لومړي ځل لپاره پر ایران د برید په اړه د خپلې پرېکړې په شخصي اړخ اعتراف وکړ.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی چې ټرمپ په ۲۰۲۴ میلادي کال کې د ده د ترور لپاره د ایران هڅې، د ایران د دولت د رهبر علي خامنهیي د ترور لپاره د امریکا او اسرائیلو د ګډ برید اصلي لامل بللی دی.
د یادولو وړ ده چې علي خامنهیي په تهران کې د «بیت رهبري» په نوم د خپل کار په دفتر کې د متحده ایالاتو او اسرائیلو د ګډو بریدونو په لومړۍ مرحله کې په نښه او ووژل شو.
پر ایران د امریکا او اسرائیلو ګډ بریدونه اوس پنځمې ورځې ته داخل شوي دي؛ په دغو بریدونو کې تر اوسه د ایران د اټومي او توغندیزو مرکزونو لویه برخه او د سپاه پاسداران په ګډون پوځي قوماندانۍ په نښه شوي دي.
ویل کېږي چې په دغو بریدونو کې تر اوسه د ایران تر ټولو لوړپوړي سیاسي او دفاعي چارواکي وژل شوي دي، چې په هغو کې د دغه هېواد د دفاع وزیر، د دفاع شورا منشي، د پوځ د درستیزوالۍ رییس، د سپاه پاسداران عمومي قوماندان او څو نور جګپوړي چارواکي شامل دي.
ایران دغچ اخیستو په پار په سیمه کې پر امریکایي اډو او اهدافو بریدونه کړي دي، چې په قطر، کویټ، متحده عربي اماراتو، بحرین، سعودي عربستان او عراق کې د متحده ایالاتو اډې او همداراز په سیمه کې د دغه هېواد سفارتونه او کونسلګرۍ په کې شاملې دي.
