ښځې

د طالبانو بندیزونو په وړاندې مبارزې له افغانو مېرمنو ګڼې قربانۍ اخیستې

د طالبانو د بندیزونو پر وړاندې د ښځو د عدالت غوښتنې او مبارزو دوام دومره آسانه کار هم نه وو. د پوهنې د حقونو یوه فعاله وايي چې طالبانو ۵۲ دُرې وهلې او ۲۰ ورځې یې زنداني کړې وه.
دا نجلۍ وايي چې، طالبانو د نجونو د زده کړو د حق لپاره د غږ پورته کولو په تور ونیوله او بیا یې د خلکو او کورنۍ په مخ کې ۵۲ دُرې ووهله او ورته یې خبرداری ورکړ، چې د طالبانو د سیاستونو پر وړاندې بیا ونه ودرېږي.

مریم د هرات اوسېدونکې د دې پيښې قرباني داسې وایي: «زما د کورنۍ په مخ کې او د هغه خلکو په مخ کې چې محکمې ته راغلي وو، دوی ټول یې راټول کړل او په شتون کې یې زه د نارینه وو لخوا ۵۲ دُرې ووهل شوم چې اوس خپله دا خبرې کوي چې ښځې دې پرته له حجاب بهر را نه وځي. خو زه پوهیږم چې؛ دوی څنګه په خپل ټول جرئت سره درېږي او یوه نا محرمه ښځه په خپلو لاسونو په دُرو وهي؟»

نوموړې پرته له دې چې په ​بدن یې ټپونه ورغیږي، بیرته زندان ته اچول شوې ده.
مریم دا هم زیاتوي: «پنځلس شپې یې نورې په زندان کې وساتلم، له بده مرغه له ډېرو ستونزو وروسته په دې وتوانیدم، چې له هغې ځای بهر راووځم، کله چې بهر شوم، حتی زما کورنۍ ته هم خبرداری ورکړل شو او هم ماته چې آن په اسانۍ بهر هم ونه شم وتلی.»

فرزانه رضایي هم یوه بله له هغو ښځو څخه ده چې وايي د اعتراضونو له امله طالبانو زنداني کړه، اوس یې له خپلې کورنۍ سره په پاکستان کې پناه اخیستې ده.

نوموړې د ښځو د حقونو فعاله ده او داسې وايي: «له هغې ورځې چې ونیول شوم، د شپې هېڅ ارام خوب نه لرم، څو ساعته چې ویده کیږم هغه هم سهار وي، د شپې له چوپتیا ډارېږم، هر ځل چې سترګې پټوم، داسې احساسوم چې په دُرو وهل کېږم یا په مخ په څپېړه وهل کېږم، په ملا په لغته وهل کېږم، د طالبانو له خوا د مرمیو ډزې، زما د سترګو په وړاندې جسدونه. دې وحشتناکو صحنو زما له سترګو خوب اخیستی دی.»

د معترضو ښځو د نیول کیدو له زیاتیدو وروسته لیدل کیږي چې په دې وروستیو کې ډېری اعتراضونه په سرپټو ځایونو کې ترسره کیږي.