د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۵ د غبرګولی ۱۳ – د ۸ بجو خبرونه

د اروپا د پارلمان غړې هانا نیومن، یو ځل بیا بروکسل ته د طالبانو له بلنې سره سخت مخالفت وښود او خبرداری یې ورکړ چې دا کار به د اروپايي ټولنې اعتبار کمزوری کړي او همدارنګه ښايي طالبانو ته د مشروعیت ورکولو لامل شي.

په همدې حال کې، د هېواد یو شمېر ښځې او نجونې هم پر طالبانو د بندیزونو لګولو غوښتنه کوي.