د بلجیم د انټورپ په ښار کې د چهارشنبې په سهار د استوګنې په یوه ۱۰ پوړیزه ودانۍ کې اور لګېدلی، چې د ځانګړو سرچینو په وینا، ګڼ کسان پکې وژل شوي دي.
ځایي پولیسو په خپله وېبپاڼه کې دا پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې په دغه ۱۰ پوړیزه بلاک کې له ۲۰۰ څخه زیات کسان اوسېدل.
تر اوسه د دقیقې مرګژوبلې او د اور د لګېدو د لامل په اړه نور جزییات ندي خپاره شوي.
