شاهدانو او ځایي اوسېدونکو رسنیو ته تایید کړې چې د پنجشنبې په ورځ سهار وختي د نایجر هېواد په پلازمېنه «نیامي» کې پر نړیوال هوایي ډګر باندې درنې چاودنې او پرلهپسې غبرګې ډزې شوې دي.
د عینی شاهدانو په وینا، لومړنۍ چاودنې د ځانګړي سیمهییز وخت له مخې سهار شاوخوا ۶ بجې وشوې او تر هغې وروسته د سپکو او درنو وسلو ډزو د یو ساعت څخه زیات دوام وکړ چې تر اوسه هم د متفرقه ډزو غږونه تر غوږو کېږي.
یوه امنیتي سرچینې د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې هوایي ډګر د ترهګریز برید لاندې دی او امنیتي ځواکونو د هوایي ډګر شاوخوا ټولې غاړې او لارې تړلې دي.
که څه هم تر اوسه د نایجر دولتي چارواکو پهدې اړه په رسمي ډول څه ندي ویلي، خو تر دې وړاندې په جنوري میاشت کې هم د داعش وسلهوالې ډلې پر همدې هوایي ډګر د برید مسؤلیت منلی و.
نایجر د خپلو ګاونډیو هېوادونو مالي او بورکینافاسو په څېر، له کلونو راهیسې د القاعده او داعش پورې تړلو وسلهوالو ډلو له سختو بریدونو سره لاس او ګرېوان دی چې له امله یې زرګونه کسان وژل شوي او په میلیونونو نور بېځایه شوي دي.
