نړۍ

وینزویلا کې د زلزلې د قربانیانو شمېر له۹۰۰ تنو لوړ شو

د وینزویلا چارواکو اعلان کړی چې د دغه هېواد د دوو زورورو زلزلو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۹۲۰ تنو ته لوړ شوی دی.

هممهاله، د څو هېوادونو د ژغورنې ټیمونو په رسېدو سره، د نړېدلو ودانیو تر خاورو لاندې د پاتې کسانو او ورکو شویو د موندلو عملیات په چټکۍ سره روان دي.

د وینزویلا د ملي اسمبلۍ مشر، خورخه رودریګز د جمعې په ورځ په یوه تلوېزیوني وینا کې وویل چې د قربانیانو شمېر له ۵۸۹ څخه ۹۲۰ تنو ته پورته شوی دی. هغه دغه راز تر ټولو ډېرې ځپل شوې سیمې، «لا ګواییرا» ایالت ته د پوځي ځواکونو د استولو خبر ورکړ.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي، ټام فلچر ویلي چې لا هم تر ۵۰ زرو ډېر کسان لادرکه دي او د نړېدلو کنډوالو په منځ کې د هغوی د لټون هڅې روانې دي.

د هغه په وینا، تر اوسه په دغه پېښه کې ۲ زره او ۹۸۰ کسان ژوبل شوي هم دي.

دا دوې زلزلې چې د ریښتر په کچه ۷.۲ او ۷.۵ درجې وې، د چارشنبې په ماښام د وینزویلا د پلازمېنې «کاراکاس» په ۱۶۰ کیلومترۍ کې په لوېدیځه برخه کې وشوې. د

 د امریکا جیولوژي ادارې اټکل کړی چې د قربانیانو شمېر ښايي تر ۱۰ زرو هم واوړي.

لا ګواییرا ساحلي ښار چې کاراکاس ته نږدې دی، تر ټولو زیات زیانمن شوی دی. په دغه ښار کې لږ تر لږه ۱۰۰ ودانۍ، چې لوړپوړيز د استوګنې کمپلکسونه هم پکې شامل دي، په بشپړه توګه نړېدلي او ګڼې کورنۍ لا هم تر خاورو لاندې د خپلو خپلوانو په لټه کې دي.

په ورته وخت کې د ډومینیکن جمهوریت، مکسیکو، السلوادور، هسپانیا، کولمبیا، سویس او جرمني څخه د ژغورنې پرمختللي ټیمونه له ځانګړو تجهیزاتو او د ژوندیو کسانو موندونکو سپیو سره وینزویلا ته رسېدلي او په عملیاتو کې برخه اخلي.

د امریکا متحده ایالاتو هم ویلي چې د زلزله ځپلو لپاره ۱۵۰ میلیونه ډالره بشري مرسته ځانګړې کوي او د مرستو د رسولو د اسانتیا په موخه یې پر وینزویلا خپل ځینې بندیزونه په موقتي توګه لیرې کړي دي.

همداراز ټاکل شوې چې امریکايي د ژغورنې ډلې او د کاراکاس د زیانمن شوي هوایی ډګر لپاره ملاتړي تجهیزات دغه هېواد ته واستول شي.

دا زلزلې په داسې حال کې وشوې چې وینزویلا له کلونو راهیسې له اقتصادي بحران، سیاسي ستونزو او د زیربناوو له زړښت سره لاس او ګرېوان ده.

د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) خبرداری ورکړی چې نږدې اووه میلیونه کسان د دې طبیعي پېښې له امله زیانمن کېدای شي.

سره له دې چې د استوګنې په سیمو کې ویجاړۍ خورا پراخې دي، د انرژۍ شرکتونو اعلان کړی چې د دغه هېواد د تېلو اصلي تاسیساتو ته کوم جدي زیان ندی اوښتی.