افغانستان

کابل کې د صنعت او کانونو اونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانیستل شو

انځور- په کابل کې پرانیستل شوی نندارتون

په کابل کې د «صنعت او کانونو اونۍ» پنځم نړیوال نندارتون نن د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۰مه) د سلګونو کورنیو او بهرنیو شرکتونو په ګډون په رسمي ډول پرانیستل شو.

د نندارتون تنظیموونکي وایي چې د کابل د حضوري چمن په سیمه کې د افغانستان نړیوال نندارتون مرکز کې په دغه جوړ شوي پروګرام کې سلګونو تولیدي، صنعتي او سوداګریزو شرکتونو په بېلابېلو برخو لکه خوراکي توکو، ساختماني موادو، لاسي صنایعو، صنعتي تجهیزاتو، قالینو، ساختماني ډبرو او نورو محصولاتو کې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي.

د دغه ګډ نندارتون اصلي موخه د کورنیو تولیداتو معرفي کول، د پانګونې راجلبول، د محصولاتو لپاره بازار موندنه او د کورنیو او بهرنیو صنعتکارانو او سوداګرو ترمنځ د اړیکو جوړول ښودل شوي دي.

د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې رییس، احمد نبي‌زاده د نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې له کورنیو او بهرنیو پانګوالو وغوښتل چې د نورو سکټورونو ترڅنګ، د هېواد د کانونو د پروسس په برخه کې هم پانګونه وکړي.

هغه زیاته کړه چې افغانستان نه یوازې د خامو موادو بډایه سرچینه ده، بلکې د یوه لوی صنعتي او اقتصادي بازار ظرفیت هم لري.

بلخوا، د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي په دغو مراسمو کې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې او کروندګرو ته د بدیل کښت په چمتو کولو کې د نړیوالې ټولنې پر نه همکارۍ نیوکه وکړه.

نوموړي ادعا وکړه چې دوی له کورنیو پانګوالو ملاتړ کوي او صنعتکارانو ته یې ګڼې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

حنفي د طالبانو د رهبر فرمان ته په اشارې سره وویل:

«هغه افغان سوداګر چې په نورو هېوادونو کې دي، که راشي او په هېواد کې پانګونه وکړي، تر پنځو کلونو پورې له هر ډول مالیې څخه معاف کېږي. د هغوی پر واردېدونکو ماشینونو ګمرکي تعرفه نه وضع کېږي او د کار لپاره وړیا ځای ورکول کېږي.»

د نندارتون پر مهال د طالبانو د کرنې وزارت د معین په ګډون ځینو نورو ویناوالو هم پر هېوادوالو غږ وکړ چې له کورنیو تولیداتو استفاده وکړي او ادعا یې وکړه چې افغانستان په ډېرو برخو کې خودکفایۍ ته نږدې شوی دی.

دا ادعاوې او د نندارتون پرانیسته په داسې حال کې کېږي چې د نړیوال بانک په تازه راپور کې د افغانستان د اقتصاد په اړه اندېښنې ښودل شوې دي. د دغه بانک د راپور له مخې، په افغانستان کې د سړي سر عاید ۵.۶ سلنه راټیټ شوی دی.

راپور زیاتوي چې د می په میاشت کې د افغانستان صادرات ۷۹.۲ میلیون ډالرو ته رسېدلي، چې د تېرې میاشتې په پرتله ۱۷ سلنه او د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۴ سلنه کموالی ښيي. دغه راز واردات هم شاخوا ۹۷۰ میلیون ډالره وو چې د تېر کال په پرتله ۱۶ سلنه کم شوي دي.