د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ اړوند د «شیوان» په سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
سیمه ییزې سرچینې وایي چې یوه عراده لوکسل ډوله موټر یو پلی روان ماشوم وهلی، چې د سختو ټپونو له امله یاد ماشوم په ځای پر ځای وفات شوی دی.
د رارسېدلو معلوماتو له مخې، د پېښې له رامنځته کېدو سمدستي وروسته موټر چلوونکی له سیمې څخه تښتېدلی دی، خو سیمه ییزو طالب امنیتي مسوولینو د هغه د پیدا کولو او نیولو لپاره هڅې پیل کړې دي.
په دغه ولایت او د هېواد په نورو لویه لارو کې د موټر چلوونکو بېاحتیاطي، د ترافیکي اصولو نه مراعتول او لوړ سرعت د داسې مرګونو پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.
