ورزش

میدان وردګو کې د والیبال سیالۍ د «شاهد بدلون» په اتلولۍ پای ته ورسېدې

انځور- میدان وردګ کې د ولیبال اختریزې سیالۍ

د میدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د ۶۰ غوره لوبډلو ترمنځ د والیبال اختریزې سیالۍ، چې د «تنګې ځوانانو او ولسونو د اتحاد او اتفاق» تر نامه لاندې پیل شوې وې، په رسمي ډول پای ته ورسېدې.

په یاد ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي داا ټورنمنټ د المپیک او بدني روزنې آمریت او والیبال فدراسیون له لوري د ځوانانو ترمنځ د یووالي او ورزش ته د ودې ورکولو په موخه جوړ شوې و.

د دغو سیالیو په پایلوبه (فاینل) کې د «شاهد بدلون» لوبډلې خپل سیال «مجاهد» ته د ۲-۱ میدانونو په ماتې ورکولو سره د دغه ټورنمنټ د اتلولۍ مېډال او کپ وګاټه.

د لوبو په پای کې مسوولینو لومړي مقام ګټونکې لوبډلې ته یوه عراده موټر، دویم مقام ته ۲۵ زره افغانۍ او درېیم مقام ګټونکې لوبډلې ته شپږ سېټه موبایلونه د جایزې په توګه ورکړل.