د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیر، خوزه مانوئل البارس، په مادرید کې د فیمینیسټي بهرني سیاست په اړه د وزیرانو په پنځمه ناسته کې د افغان ښځو پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل، د ښځو د غږ خاموشولو لپاره د طالبانو له هڅو سره سره به د هغوی غږ تل اورېدل کېږي.
نوموړي د سې شنبې په ورځ د دغې ناستې په پرانیستونکې وینا کې افغان ښځو ته په خطاب کې وویل: «دا ځای به تل ستاسو کور وي. د افغان ښځو غږ به تل له دغه وزارت څخه اورېدل کېږي، که څه هم طالبان د هغه د خاموشولو هڅه وکړي.»
البارس دغه راز زیاته کړه چې د هسپانیې د بهرنیو چارو وزارت هر کال د «زموږ غږ واورئ» تر سرلیک لاندې د یوې ناستې کوربهتوب کوي، چې پهکې په جلاوطنۍ کې د افغان ښځو سازمانونه او بنسټونه د ازادۍ او جنسیتي عدالت څخه د دفاع په موخه راټولېږي.
د هغه په وینا، د وزارت د ودانۍ یوه برخه د «افغان ښځو تالار» په نوم نومول شوې او د یوې یادګاري لوحې په لګولو سره هڅه شوې چې د افغان ښځو غږ تل پهدې بنسټ کې انعکاس ولري.
د مادرید دوه ورځنۍ ناسته د «سولې او ډیموکراسۍ جوړول» تر شعار لاندې جوړه شوې، چې پهکې د شاوخوا ۶۰ هېوادونو دولتي چارواکو، د نړیوالو سازمانونو استازو، مدني بنسټونو او د ښځو د حقونو فعالانو ګډون کړی دی.
پهدې ناسته کې له ۱۴۰ څخه زیات مدني بنسټونه او د ښځو د حقونو مدافع ډلې شتون لري چې اصلي بحث یې د جنسیتي برابرۍ، د ښځو له حقونو څخه د دفاع او د سولې او ډیموکراسۍ په پیاوړتیا کې د فیمینیسټي بهرني سیاست پر رول راڅرخي.
افغانستان د دغې ناستې یو له اصلي محورونو څخه و. ګډونوالو د طالبان تر واکمنۍ لاندې له زده کړو، کار او ټولنیز ژوند څخه د ښځو او نجونو د محرومیت پر دوام ژوره اندېښنه ښودلې ده.
تنظیم کوونکو اعلان کړی چې دوه ځانګړې ناستې د افغانستان په اړه ځانګړې شوې دي؛ یوه په افغانستان کې د هغه وضعیت په اړه چې «جنسیتي اپارټایډ» بلل شوی او بله په هېواد کې د سولې په بهیر او د ډیموکراسۍ په راتلونکي کې د ښځو د رول په اړه ده.
د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او د ښځو د حقونو فعالې، فوزیه کوفي هم پهدې ناسته کې وینا وکړه.
هغې له طالبانو سره د ځینو هېوادونو د تېرېدنې او سازش پر سیاست نیوکه وکړه او ویې ویل چې له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې تعامل تر اوسه په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د ښه کېدو په برخه کې کومه ښکاره پایله نده لرلې.
کوفي همداراز اروپایي هېوادونو ته خبرداری ورکړ چې د افغان کډوالو د ویستلو په هڅو سره، د طالبانو سیاستونو او محدودیتونو ته مشروعیت ورنکړي.
په ورته وخت کې، د نړیوالو همکاریو په چارو کې د فرانسې مشاورې وزیرې، الئونور کاروا هم په خپلو خبرو کې افغانستان ته اشاره وکړه او په جګړو او بحرانونو کې یې د ښځو او نجونو د حقونو پر خوندیتوب ټینګار وکړ.
دا ناسته پهدې داسې حال کې جوړېږي چې افغانستان لا هم په ټوله نړۍ کې یوازنی هېواد دی چې نجونې پهکې له منځنیو، ثانوي او لوړو زده کړو څخه محرومې دي.
طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له بېرته رسېدو راهیسې پر ښځو پراخ محدودیتونه لګولي چې د ملګرو ملتونو او ګڼو هېوادونو لخوا په کلکه غندل شوي دي. د ناستې ګډونوالو ټینګار وکړ چې د ښځو له هراړخیز ګډون پرته تلپاتې سوله او ډیموکراسي امکان نلري.
