ښځې

د جامو جوړولو هُنر ته له زده کړو بې برخې شویو نجونو لېوالتیا

زهره صبا د کابل د پولي تخنیک پوهنتون د کیمیاوي ټکنالوژۍ برخې په درېیم کال کې محصله وه، چې طالبانو د نجونو پرمخ پوهنتونونه وتړل.

زهره اوس هره ورځ د جامو جوړولو دې اکاډمۍ ته راځي.

وايي ۵ میاشتې کېږي چې ښځینه جامې جوړوي او پلوري یې.

دلته نجونې او ښځې د خیاطۍ ترڅنګ خطاطي او رسامي هم زده کوي.

هغه چا چې دا اکاډمي یې جوړه کړې ده وايي، موخه یې د ښځو پیاوړي کول دي.

د خیاطۍ استاده زهرا احمدي وايي: «پنځه میاشتې کېږي چې ما په دې کاډمۍ کې دا هنر زده کړی او یوه میاشت کېږي چې په رضاکاره توګه نورو ته دا کار ورزده کوم.»

د خیاطۍ یوه بله روزونکې سکینه جعفري بیا وایي: «زه په پوهنتون کې د ارواپوهنې په برخه کې په زده کړو بوخته وم، خو له بده مرغه محدودیتونو په کور کېنولم او روحیه مې له لاسه ورکړې وه خو له نېکه مرغه اوس د جامو جوړولو په دې روزنیز مرکز کې فعالیت لرم.»

په دې اکاډمۍ کې تر لسو زیاتې ښځې افغانۍ جامې جوړوي او په خپلو پېردونکو یې پلوري.

نږدې اته میاشتې مخکې طالبانو د نجونو او ښځو پرمخ ټول ښوونیز مرکزونه وتړل. له هغې څلور ورځې وروسته، طالبانو په غیردولتي بنسټونو کې د ښځو کار هم منع اعلان کړ.

له دې سره هم‌مهاله تر ۶۸۹ زیاتې ورځې کېږي چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړلې دي.

دا ټول محدودیتونه د دې لامل شوي، چې ولایتونو کې یو شمېر نجونې او ښځې کوچنیو سوداګریو او د خیاطۍ زده‌کولو ته مخه کړي.