ښځې

یوې بامیانۍ نجلۍ د ۸۰نجونو او هلکانو لپاره د زده‌کړو زمینه برابره کړې ده

سکینه یوه نجلۍ ده چې له ۲ کلونو راهیسې یې تر ۸۰ تنو زیاتو کسانو ته چې ډېری یې نجونې دي د انګلیسي ژبې او د ښوونځي د مضمونونو په برخو کې د زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.

دغه نجلۍ چې خپله هم د ښوونځي زده‌کوونکې وه او له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو د تړلو په اړه د طالبانو له فرمان وروسته له زده‌کړو پاتې شوې، خپل کور یې پر ښوونیز مرکز بدل کړی او هره ورځ ګڼ شمېر زده‌کوونکې د هغې کور ته راځي او درس وایي.

سکینه وایي: «په دې شرایطو کې چې د نجونو پروړاندې د زده‌کړو شرایط محدود شوي، موږ هڅه وکړه چې د کورني ښوونځي په پيلولو سره له نجونو سره مرسته وکړو ترڅو یو ډول د زده‌کړو زمینه ورته برابره شي.»

نوموړې له هغو زده‌کوونکو چې اقتصادي وضعیت یې لږ ښه دی، د میاشتې ۱۰۰ افغانۍ او له هغو زده‌کوونکو چې کورنۍ یې بېوزلې دي هره میاشت ۵۰ افغانۍ اخلي او دغه پيسې پر خپل ښوونځي لګوي.

د دغه کورني ښوونځي یوه ښوونکې زهرا وایي: «په دې شرایطو کې دا ډول ښوونیز مرکزونه، یوه له هغو لارو ده چې نجونو ته د زده‌کړو زمینه برابروي.»

هغه له طالبانو طالبانو غواړي چې د نجونو پر زده‌کړو لګېدلي بندیزونه لیرې کړي او نجونو ته اجازه ورکړي چې درس ووایي.

حمیده د دغه کورني ښوونځي یوه زده‌کوونکې ده. هغه وایي: «سره له دې چې ښوونځي ته د تلو اجازه نه لرم؛ خو خوشحاله یم چې کولای شم په دې کورني روزنیز مرکز کې درس ووایم. که څه هم د کور ښوونځی د رسمي ښوونځیو ځای نه شي نیولای؛ خو د دې له امله چې موږ د درس ویلو روحیه له لاسه نه ده ورکړې، خوشحاله یو.»

سکینه وایي چې په دې کورني ښوونځي کې څلور ښوونکي ۶۰ نجونو او ۲۰ هلکانو ته د ښوونځي مضمونونه او انګلیسي ژبه ورزده‌ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر مامورینو تېره ورځ سه شنبه د روان لمریز کال د کب میاشتې پر دویمه نېټه بامیان ولایت کې د ښوونیزو مرکزونو دروازې د نجونو پرمخ وتړلې.

د بامیان یو شمېر زده‌کوونکې نجونې وایي، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر مامورین تېره ورځ د سهار ۹ بجو شاوخوا «کوثر دانش» ښوونیز مرکز ته ورغلل او نجونو ته یې سپکاوی وکړ او هغوی یې د وسلې په زور له ټولګي وایستلې.

بامیان کې سرچینې وایي، چې کوثر دانش ښوونیز مرکز د نجونو او هلکانو لپاره د کانکور ازموینې د چمتوالي ۲۰۰ کسیز ځانګړی ټولګی درلود او طالبان همدغه ټولګي ته دننه شول او د دغه ښوونیز مرکز دروازه یې مهر او لاک کړه.