ښځې

د محدودیتونو له امله د نیمروز د ولایتي روغتون د ۵ کارکوونکو استعفا

یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې په ډاګه شي آمو ټلویزیون ته وايي چې د زرنج د ولایتي روغتون پنځو تنو کارکوونکو د طالبانو د محدودیتونو او فشار له امله له تېره ورځ استعفا ورکړې ده.

په زرنج کې د نیمروز د ولایتي روغتون یوه سرچینه وايي چې ددغه روغتون پنځه کارکوونکي د طالبانو له خوا د «لګولو شویو محدودیتونو او ګواښونو» له امله له خپلو دندو استعفا کړې ده.

ددغې سرچینې په وینا، په دغو کسانو کې دوې قابلې، یوه د واکسین برخې کارکوونکې، یوه د تغذیې څانګې سلاکاره او یوه روغیتا پاله شامله ده.

سرچینه زیاتوي چې ددغو درېیو کارکوونکو استعفاوې تراوسه د طالبانو د روغتیا ریاست له خوا رد شوې دي.  دا سرچینه وايي: «طالبانو د روغتون پر کارکوونکو سخت محدودیتونه لګولي او د ځانوژنې، انساني تلفاتو او ځینو ترافیکي پېښو په شان مسایلو د ثبت اجازه نه ورکوي. طالبانو د اړوندو برخو کارکوونکي ګواښي.»

هغه وویل: «د بېلګې په توګه پرون مو د ځانوژنې یوه موضوع لرله؛ خو د روغتون کارکوونکو آن د ناروغ نوم نه دی ثبت کړی؛ ځکه چې ګواښل شوي وو.»

دا سرچینه د محدودیتونو لګول له بدنامۍ ددې ډلې وېره بللې او وایي: «له دې امله چې دولتي روغتونونه د موسسو له خوا تمویلېږي، طالبان نه غواړي چې دا شمېرې د بهرنیانو لاس ته ورسېږي، له همدې امله د پېښو د ثبتولو اجازه نه ورکوي.»

د سرچینې د مالوماتو له مخې: «څو ورځې مخکې، یوې مېرمنې زېږون کړی و او د بې وزلۍ له امله یې ماشوم په روغتون پلور ته وړاندې کړ ترڅو یې څوک واخلي. طالبان له دې موضوع خبر شول او د مرستې ژمنه یې ورسره وکړه؛ خو څو ورځې وروسته د ماشوم مور یو ځل بیا روغتون ته راغله او ماشوم یې هلته پرېښود. یوې روغتیا پالې دا موضوع خلکو ته وویله او طالبانو له هغې سره توند او ناوړه چلند وکړ.»

د سرچینې په وینا، په یوه بله پېښه کې طالب چارواکو د روغتون کارکوونکو ته د هغو پنځو تنو چې له هېواده بهر ته د سفر پرمهال مړه شوي و د مړو د ثبتولو اجازه ورنه کړه.

یو کارکوونکی چې استعفا یې کړې، آمو ته وايي، د روغتیا ریاست له خوا د ډېرو فشارونو له امله استعفا ته اړ شوی دی: «طالبان موږ ته هر ډول یې چې زړه وي قانون ټاکي، معاش مو بهرنیان راکوي؛ خو طالبان راته خنډونه جوړوي.»

نوموړی ادعا کوي: «طالبان د خپلو کورنیو غړي د مرستې او خوراکي توکو د کارتونو د اخیستو لپاره موږ ته رالېږي، دوی مستحق نه دي او که کار ورنه کړو، موږ له دندې ګوښه کوي.»

په نیمروز کې د طالبانو د روغتیا له رییس او د هغه له مرستیال سره د آمو ټلویزیون د خبریال له بیا بیا اړیکو سره سره دوی په دې اړه د مالوماتو ورکولو ته حاضر نه شول.

په دې ولایت کې د طالبانو د روغتیا رییس تل وايي چې د وزارت د اجازې نه ورکولو له امله له رسنیو سره مرکه نه شي کولای.

که څه هم نوموړی کله کله د باختر آژانس له خبریالانو سره مرکه کوي او یو شمېر مالومات ورکوي، خو له نورو رسنیو سره له مرکې ډډه کوي.

له بلې خوا، ددې ولایت په روغتیا ریاست کې یوه بله سرچینه دا موضوع تاییدوي چې د ولایتي روغتون پنځو کارکوونکو د روغتیا ریاست ته خپلې استعفاوې ورکړې، خو په دې اړه لازیات جزییات نه ورکوي.

دا په داسې حال کې دي چې دوې میاشتې مخکې د نیمروز د ولایتي روغتون یوه ښځینه کارکوونکې له طلوع نیوز سره د مرکې له امله له دندې ګوښه شوه.

هغې ویلي و که کوم ناروغ چې د طالبانو د تایید وړ یا د دوی د ادارې د ګټو او پالیسي خلاف وي ثبت او راجستر کړي، هغه کارکوونکي ته خبرداری ورکوي، یا یې سپکاوی او یا یې ګوښه کوي.

د زرنج ولایتي روغتون د ۲۰۰ کارکوونکو په لرلو سره د نیمروز په کچه تر ټولو لوی روغتون دی.