ښځې

څلورو نجونو زده کوونکو، په کابل کې د خیاطۍ کارخونه جوړه کړې

د یکشنبې په ورځ د مرغومي په ۲۴مه د یوې نجلۍ له خوا د «د راه دانش خیاطۍ دستګاه» په نوم د خیاطۍ کارخونه پرانیستل شوه. دا کارخونه د څلوېښت زره افغانیو په لګښت د مېرمنو لپاره جوړه شوې ده.

د راه دانش خیاطۍ مسوولینې د آمو خبریال ته وايي چې په دغه کارخونه کې لس مېرمنې په پنځو برخو کې فعالیت لري.

د دې کارخونې د مسوولینو په وینا دا مېرمنې د دغه راز کارخونو جوړول د ژوندانه پرمخ بېولو او له کورنیو سره د مرستې لپاره ښه فرصت بولي.

د راه دانش خیاطۍ مسووله حُسنا رووفي وايي: «پر ښځو د طالبانو له خوا د محدودیتونو له لګولو او د نجونو پرمخ د ښوونیزو مرکزونو له تړلو وروسته مو د راه دانش د جوړولو پرېکړه وکړه او زده کوونکو نجونو ته مو کتابچې او قلمونه ووېشل؛ خو اوس مو په ټولنه کې د مېرمنو وضعیت ته په پام سره، د دې کارخونې د جوړولو پرېکړه وکړه.»

د راه دانش خیاطۍ مسووله زیاتوي چې ددې کارخونې د جوړولو موخه ښځو ته د انګېزې ورکول او دوی ته د کاري زمینې برابرول دي.

د هغې په وینا، په دغه کارخونه کې هغه ښځې چې له زده کړو بې برخې شوې او بې سرپرسته دي، په کار بوختې دي او خپلې توانمنۍ نندارې ته وړاندې کوي.

حُسنا رووفي ټینګار کوي: «د راه دانش خیاطۍ کارخونه د ښځو لخوا د ښځو لپاره ده چې دوی له دې لارې، د چرمو ګنډلو، اوبدلو، ګراف ګنډلو او مریو ګنډلو په شان خپلې لاسي وړتیاوې نندارې ته وړاندې کوي.»

رووفي زیاته کړه: «د خیاطۍ په دې کارخونه کې، د آنلاین کورس جوړول هم په پام نیول شوي ترڅو له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته، دوی ته آنلاین تدریس وکړو. په درېیو درسونو کې کابو ۱۵۰ نجونې زده کړه کوي چې له شپږم ټولګي پورته دي او په دوو ټایمونو کې ورته درس ورکول کېږي چې د ښوونځیو له پرانیستو وروسته د لیاقت آزموینه ورکولای شي تر څو لوړ ټولګي ته ولاړ شي او همداراز هغه ښوونکي چې له موږ سره کار کوي، ویاړ دی.»

د راه دانش کارخونې یوه بنسټ اېښودونکې سوریا یوسفي د آمو ټلویزیون خبریال ته وایي: «خوښه یم چې د خپل ټیم له ملګرو سره په دې توانېدلې یوو چې د لسو ښځو لپاره د کار زمینه برابره کړو.»

هغه زیاتوي چې هیله لري په راتلونکي کې د هغو مېرمنو شمېر زیات کړي چې په دې کارخونه کې فعالیت لري او دوی وکولای شي لازیاتو ښځو ته د کار زمینه برابره کړي.

د مېرمن یوسفي په وینا، زیات شمېر ښځې په دغه کارخونه کې کار ته لېوالتیا لري.

هغه مېرمنې چې په دې کارخونه کې په کار بوختې دي، ددې زمینې برابرول ګټور ګڼي او وایي په دغه کارخونه کې کار کول د دې لامل کېږي چې ښځې په ټولنه کې فعالې وي او دوی له منزوي کېدو وژغوري.

دا په داسې حال کې دي چې طالبانو په بیا ځلې واکمنېدو سره، ددې ډلې له خوا د ښځو د کار او زده کړو په وړاندې محدودیتونه لګول شوي او په دې وروستیو کې د طالبانو د اقتصاد وزارت د افغانستان په کورنيو او بهرنیو نادولتي موسسو کې د ښځو کار کول تر بلې اطلاع پورې منع اعلان کړي دي.