ښځې

د ندیم د وروستیو خبرو پروړاندې د ښځو غبرګون: د بې‌عزتۍ غوښتونکې نه یو

ځینې مېرمنې او د ښځو حقونو فعالانې د طالبانو د لوړو زده‌کړو د سرپرست وزیر وروستۍ خبرې د افغانستان ښځو ته سپکاوي ګڼي او وایي چې د کار، زده‌کړو او ازادۍ حق خدای ورکړی دی، نه کوم هېواد یا ولسمشر.

د جمعې پر ورخ د طالبانو د لوړو زده‌کړو د وزیر نوې ویډیو خپره شوه چې ندا محمد نعیم په هغه کې وایي، مخکیني حکومت «ښځې ته د سپکاوي لار» برابره کړې وه او د طالبانو حکومت دغې «بې‌عزتۍ» ته دوام نه ورکوي.

هغه دوام ورکړ: «که اجازه ورکړو چې ښځې په موسسو کې کار وکړی، بې‌حجابه ووسي، پارک ته ولاړې شي، ورزش وکړي نو بیا خدای ته څه ځواب ورکړو.»

موږ د بې‌‌عزتۍ لپاره پوهنتون او دندې ته نه ځو

یوه زده‌کړیاله حدیث د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د سرپرست د خبرو په غبرګون وایي چې د زده‌کړو حق د کوم هېواد یا ولسمشر له خوا ښځو ته نه دی ورکړل شوی؛ بلکې دا حق خدای ورکړی دی او د علم زده کول پر ښځو او نارینه‌وو فرض دی او طالبان نه شي کولای دا حق ترې واخلي.

اغلې حدیث په دوام کې وویل: «موږ چې پوهنتون ته ځو، بې‌عزتي نه غواړو؛ بلکې د زده‌کړو او خپلو کورنیو ته د یوې نمړۍ ډوډۍ د پیدا کولو په لټه کې یو او د لوړو زده‌کړو د وزیر دا خبرې افغان مېرمنو ته سپکاوی دی.»

هغې ټینګار وکړ: «طالبانو د دې ترڅنګ چې د کار‎، زده‌کړو او عمومي ځایونو ته د تګ حق منع کړی دی، باید له ناوړه او له سپکاوي ډکو خبرو هم مخنیوی وکړي.»

باید اجازه ورنه‌کړو چې طالبان له اسلامي شریعت او دین څخه متروکې جوړې کړي

یوه بله محصله زهرا عادل چې د طالبانو له نوي فرمان سره له پوهنتونه بې‌برخې شوې ده، وایي: «کله چې طالبان د دین او اسلامي شریعت خبرې کوي، نو باید ټول اسلامي اصول مراعات شي؛ ځکه دا مو شرعي حق دی.»

اغلې عادل په دوام کې له طالبانو غواړي چې د ښوونځیو، پوهنتونونو او عمومي ځایونو دروازې ورته پرانیزي.

د ښځو حقونو فعاله مریم معروف اروین د دې په څرګندولو چې باید دا تمه ونه‌لرو چې طالبان به ښځې او حقونه یې په رسمیت وپېژني، وویل: «طالبان هڅه کوي د ښځو له حقونو او ازادیو په ناموسي تعریف سره د افغانستان د ټولنې نارینه د ښځو پروړاندې راولي.»

اروین زیاته کړه: «ټول افغانان باید له ښځو ملاتړ وکړي او اجازه ورنه‌کړي چې تر دې زیات طالبان له اسلامي شریعت او دین څخه متروکې جوړې کړي او د ښځو د ځپلو لپاره کار ترې واخلي.»

په وروستیو میاشتو کې د ندیم عجیبو خبرو ته کتنه

ندا محمد ندیم د روان کال د تلې میاشتې پر ۳۰ نېټه د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د سرپرست په توګه خپل کار پیل کړ او له هماغه پيل څخه یې خبرو ګڼ غبرګونونه له ځان سره لرلي دي.

هغه د ۱۴۰۱ کال د لیندۍ پر ۱۳ نېټه هرات کې د طالبانو د علماوو په ناسته کې وویل: «ملایان او طالب جنګیالي د علمي سویې او تحصیلي اسنادو د ارزونې لپاره دولتي ازموینې ته اړتیا نه لري او له هغوی ازموینه اخیستل له (سپکاوي ډک) کار دی.»

ندیم ټینګار کړی، چې هر یو طالب د هغو ماینونو په کچه چې چاودنه یې ورکړې ده د علمي امتیاز وړ دی او طالب جنګیالي د خپلې جنګي تجربې پربنسټ د علمي امتیازونو د ترلاسه کولو مستحق دي.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست همداراز د ۱۴۰۱ د لیندۍ پر ۱۲ نېټه ښوونځیو ته د نجونو تګ د «لوېدیځ کلتور» وباله او ویې‌ویل چې د هېواد پخواني پاچا امان‌الله خان د «عیاشۍ او فحاشۍ» د دودولو لپاره دا فرهنګ په هېواد کې پلي کړی دی.

د ده دغو خبرو د ښځو حقونو د فعالانو او نجونو زده‌کوونکو توند غبرګونونه وپارول.

ندا محمد ندیم پنجشنبه د مرغومي پر لومړۍ نېټه د دوی تر ولکې لاندې رسنۍ (مخکیني ملي ټلویزیون) سره په مرکه کې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو د تړلو لپاره څلور اصلي لاملونه وړاندې کړل:

ـ له محرم پرته له یوه ولایته بل ولایت ته سفر؛

ـ لکه څنګه چې اړتیا وه په هغه ډول حجاب نه رعایت کېده؛

ـ په ډېری پوهنتونونو کې د نجونو او هلکانو د یو ځای ګډون ستونزه نه وه هواره شوې؛

ـ د ښځو لپاره باید په اوسنیو درسي پروګرامونو کې ځینې برخې باید نه وي؛ ځکه د هغوی لپاره مهمې نه دي، لکه انجنیري او کرنه.

ندیم له دې مخکې کابل کې د والي په توګه دنده ترسره کوله او د طالبانو د مشرۍ او له پرېکړه کوونکو غړو څخه دي.

تېرو ۲۰ میاشتو کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي دي، دغې ډلې ورځ تر بلې پر ښځو محدودیتونه زیات کړي او هغوی یې له خپلو لومړنیو حقونو بې‌برخې کړې دي.

طالبانو له دې مخکې د کانکور په ازموینه کې ګډونوالې نجونې د ځینو برخو په ځانګړې توګه د ژورنالیزم، اقتصاد، د ودانیو د انجنیرۍ، وترنرۍ، کرنې او یو شمېر نورو پوهنځیو له ټاکلو منع کړې او سږ کال د کانکور ازموینې په لسو غوره کسانو کې هېڅ نجلۍ حضور نه درلود.