ښځې

جوزجان کې د ښځو پر ګرځېدو د طالبانو نوی محدودیت

کندهار کې د یوې مېرمنې تصویر. د ۱۴۰۱ کال د غويي میاشت

د افغانستان په شمال کې له جوزجان ولایته سیمه‌ییزې سرچینې وایي طالبانو په دغه ولایت کې پر ښځو نوی محدودیت لګولی دی چې پربنسټ یې ښځې باید له چادري پرته په ښار کې ونه‌ګرځي.

دغو سرچینو همداراز د آمو ټلویزیون له خبریال سره په خبرو کې تایید کړه چې طالبانو له څه مودې راهیسې په ښار او هغو سیمو کې چې د ښځو حضور پکې زیات وي یوه خبرپاڼه لګولې ده او په هغه کې له ښځو غوښتل شوي، په خبرپاڼه کې د راغلي انځور په څېر دې چادري او برقع واغوندي.

شبرغان ښار کې ښځې هم آمو ته وایي چې طالبان هره ورځ له سپینو چپنو او وسلو سره په ښار کې ګرځي او کومې ښځې چې چادري او برقع ونه لري دروي یې او ګواښ ورته کوي چې باید چادري په سر کړی که نه په ښار کې د ګرځېدو اجازه نه لري.

یوه له دغو ښځو عارفه وایي چې طالبانو منتظم بازار ته نږدې دوې نجونې ودرولې او هغوی یې وګواښلې چې باید چادري په سر کړي او که سرغړونه وکړي په ښار کې د تګ راتګ اجازه نه لري.

هغه زیاتوي: «دوو نجونو اوږدې جامې لرلې، ماسکونه یې هم اغوستي وو. خو د امربالمعرف کارکوونکو هغوی ودرولې او په لوړ غږ یې ورته ویل چې دا مو څه اغوستي دي؟ باید چادري ولرئ که نه په ښار کې نه شی ګرځېدای.»

جوزجان کې ښځې وایي چې دغه کسان د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر ریاست دي.

د دې ښځو په وینا یو له دغو کسانو اوږدې سپينې جامې لرې او درې وسله‌وال کسان هم ورسره دي. هغوی سترګې تورې کړي وي او اوږده وېښتان لري او په هغو سړکونو او بازارونو کې ولاړ وي، چې ښځې د اړتیا وړ توکو د پېرلو لپاره ورځي.

عادله یوه له هغو ښځو ده چې په وینا یې طالبانو هغه ګواښلې ده چې که بل ځل په دې ډول په ښار کې ولیدل شي هغه به وڅاري او کور به یې پیدا کړي.

اغلې عادله زیاتوي: «۱۵ ورځې مخکې کله چې له تاج محل هوټل څخه د خپلې خور له محفله راوتم سره له دې چې حجاب مې هم درلود او یوازې لږ څېره مې ښکارېده، د امربالمعروف کسان راغلل او چغې یې ووهلې چې دا څه وضعیت دی؟ ولې دې مخ نه دی پټ کړی؟ ما یې خبرو ته غوږ ونه نیوه. یوه یې راپسې منډه کړل او ما ته یې د مردارې خطاب وکړ او ویې ویل چې تر کوره دې څارو ترڅو وګورو پلار دې څوک دی.»

جوزجان کې ښځې وايي چې طالبان د هرې ورځې په تېرېدو پر هغوی محدودیتونه زیاتوي او په ښار کې د ګرځېدو اجازه نه ورکوي.

دغه محدودیتونه په داسې حال کې لګول کېږی، چې طالبانو موده مخکې په شبرغان ښار کې ټکسي چلوونکو ته امر کړی و، چې له محرم پرته ښځې سپرې نه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالب چارواکي د دغو ادعاوو په اړه څه نه وایي.