ښځې

د زابل نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو د پرانیستو غوښتنه کوي

زابل کې د ښوونیز کال له پای ته رسېدو سره سم د دې ولایت د مرکز او ولسوالیو له دوولسم ټولګي د فارغو ځوانانو د فراغت په مراسمو کې لسګونه ځایي مسوولینو، ښوونکو او د زده کوونکو د کورنیو غړو ګډون کړی و.  

د زابل د مرکز کلات په ګډون ټولو ولسواليو له شپاړسو لېسو څخه د ۱۳۰ نجونو په ګډون ۷۵۰ تنه فارغ شول.  

له ښوونځيو دغه فارغې شوې زده کوونکې هيله څرګندوي چې لوړې زده کړې وکړې او د هېواد د راتلونکي لپاره خدمت وکړي.

دغه زده کوونکې له حکومت (طالبانو ادارې) غواړي چې د نجونو ښوونځيو دروازې پرانيزي تر څو د نارینه وو ترڅنګ دوی هم د علم زده کړه وکړي.

له شيخ متي بابا لېسې يو فارغ شوی ځوان صميم د خوښۍ په څرګندولو سره وايي چې له دې وروسته به خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي.

صميم وايي، لکه څنګه چې هېواد نارینه او ښځینه علمي کدرونو ته اړتیا لري حکومت (طالبانو اداره) دې د نجونو ښوونځي پرانيزي تر څو د هېواد دا پرګنه له زده کړه برخمه شي.

صميم زیاتوي: «ډېر خوښ يم چې خپله دوولس کلنه دوره مې بشپړه کړه او له دې وروسته به د هيواد د ښه راتلونکي په هیله لوړو زده کړو ته دوام ورکړم. له واکمنې غواړم چې د نجونو په وړاندې ښوونځي پرانیزي.»

له بلې خوا، له ترنګ لېسې فارغ شوی ځوان له طالبانو غواړي له شپږم ټولګي پورته نجونو ښوونځي پرانیزي.

شفيع الله وايي، خوښ دی چې خپله دوولس کلنه دوره يې په برياليتوب پای ته ورسوله او له واکمن نظام (طالبانو ادارې) غواړي د نجونو او هلکانو لپاره د زده کړو زمینه برابره کړي.

شفيع الله زياتوي: «د خوښۍ ځای دی چې نن مې د ژوند يو علمي پړاو بشپړ کړ او هيله من يم چې لوړې زده کړې وکړم او هېواد ته په صادقانه ډول خدمت وکړم، هيله لرم چې واکمن نظام په پوهنیز ډګر کې محدودیتونه پای ته ورسوي او د نجونو پرمخ ښوونځي پرانیزي.

له بلې خوا، د زابل لپاره د طالبانو د پوهنې رياست اداري مرستيال بيا وايي، د خوښۍ ځای دی چې د نورو کلونو په پرتله سږ کال د نویو فارغانو شمېر زیات دی.

مولوي محمد نسيم نصير وايي چې سږ کال په دغه ولايت له ۱۶ لېسو د ۱۳۰ نجونو په ګډون ۷۵۰ تنه فارغ شوي دي.

نصير زياتوي: «د خوښۍ ځای دی چې د نورو کلونو په پرتله په زابل کې له دوولسم ټولګي د فارغو ځوانانو شمېر لوړ دی.»

له دوولسم ټولګي فارغ شوي زده کوونکي په داسې حال کې د نجونو ښوونځيو د پرانيستو غوښتنه کوي چې څه موده مخکې په دې ولايت کې یو شمېر نجونو زده کوونکو هم د ښوونځيو پرانیستو غوښتنه کړې وه.