ښځې

زابل کې زده کوونکې نجونې د ښوونځيو د پرانیستو غوښتنه کوي

د زابل د مرکز کلات ختيځ لور کاکړانو چینې په سيمه کې د NRC موسسې له لوري د نجونو لپاره يو سيمه یيز ټولګی جوړ شوی، چې د يوې ښځينه ښوونکې په مرسته لسګونه نجونو ته پکې ديني او عصري زده کړې ورکول کېږي.

د دغه سیمه ییز ټولګي زده کوونکې هره ورځ په منظم ډول پنځه ساعته زده کړه کوي.

ددې ټولکي زده کوونکې له خپلو زده کړو خوښې دي او له حکومت (طالبانو ادارې) غواړي، چې په  سيمه کې يې د نجونو ښوونځي پرانيزي.

دغه نجونې اندېښمنې دي، که د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې پاتې شي دوی به له زده کړو او پرمختګ څخه ليري پاتې شي.

ارزو چې د زابل مرکز کلات اړوند کاکړانو چينې سيمه کې سيمه ییز ټولګي کې زده کړه کوي، له حکومت او مرستندويه بنسټونو غواړي چې د نجونو ښوونيز بهير ته پاملرنه زياته او د نجونو په وړاندې د ښوونځيو دروازې پرانیزي.

ارزو زياتوي: «موږ هره ورځ په منظم ډول زده کړه کوو، ډېر څه مو زده کړل خو اندېښنه مې دا ده که چېري موږ له دې ټولګي فارغېږو نو بیا به هم د تېرو څو میاشتو په شان له زده کړو بې برخې وو. باید حکومت د نجونو ښوونځي پرانیزي.»

ددې ټولګي یوه بله زده کوونکې، چې خپل نوم کامله يادوي وايې، په هېواد کې ښځې دا مهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي او که وضعیت همداسې دوام وکړي د دوی ستونزې به لا زیاتې شي.

کامله زياتوي: «زموږ زده کړې په عادي توګه روانې دي خو زما په څېر نورې زرګونه نجوني زده کړو ته لاسرسی نلري او پر کور ناستي دي، که دا ستونزې همداسې دوام وکړي ښځینه ناروغانې به مجبورې وي چې نارینه ډاکترانو ته ورشي.»

ددې ټولګی ښوونکې راضيه صميم وايې چې خپله هم د لوړو زده کړو هوډ لري او د طالبانو له ادارې د نجونو پر مخ د خپلې سيمې ښوونځيو د پرانيستو غوښتنه کوي.

نوموړې زياتوي: «زه د بکلوريا په کچه زده کړې لرم او اوس غواړم چې لوړې زده کړې هم پيل کړم تر څو په مسلکي توګو خپلو خلکو ته خدمت وکړم، زما تر څنګ زموږ د سيمې ټولې نجونې د علم تږي دي، موږ له حکومته غواړو چې زموږ په سيمه کې د نجونو ښوونځي پرانيزي او د نجونو د زده کړو پرمخ خنډونه لیرې کړي.»

بل لور ته د زابل مرکز کلات اړوند کاکړانو چينې د سيمې اوسېدونکي بيا له مرستندويه بنسټونو او حکومت (طالبانو ادارې) غواړي چې ددې سيمي له شپږم ټولګي پورته نجونو لپاره دې د زده کړو زمينه هم برابره کړي.

د سيمې يو اوسېونکی خالقداد وايي چې په لږ وخت يې بچيانو ډېر څه زده کړي، خو که نوره هم زمينه ورته برابره شي او په دې سيمه کې د نجونو لپاره ښوونځي جوړ شي دا یو ښه ګام دی.

خالقداد زياتوي: «له تېر یو نيم کال راهيسې دا ټولګي فعال شوي، چې د ښځينه ښوونکې پر مټ زده کړې ورکول کېږي، زموږ ماشومانو په دې ښوونځي کې ډېر څه زده کړي، که زموږ په سيمه کې د نجونو ښوونځي پرانيستل شي نو په هر کور کې به د علم ډېوې بلې شي.»

د کاکړانو چينې سيمي د جومات امام مولوي ښادي خان وايي چې د علم زده کړه پر نر او ښځه فرض ده او هر څوک حق لري چې ديني او عصري زده کړې وکړې.

نوموړی زیاتوي: «د اسلام له نظره هم علم پر نر او ښځه فرض دی، د يوې لوستې ښځې پر مټ يوه کورنۍ د علم په ګاڼه سمبالېږي خو د يوې ناپوهې ښځې په مټ هم يوه کورنۍ د جهل تيارو ته لوېږي د توان تر حده باید کار وکړو او پر خپلو لوڼو هم دیني او عصري زده کړې وکړو.»

د يادونې وړ ده چې د طالبانو په واکمنېدو سره په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونو ښوونځي وتړل شول او زرګونه نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي.