ښځې

طالبانو ته د ښځو په اړه د ملګروملتونو سازمان د کارپوهانو شپږ وړاندیزونه

د ملګروملتونو سازمان کارپوهان وايي چې د افغان مېرمنو په وړاندې د طالبانو وروستۍ کړنې ښایي، د جنسیتي ځورونو او د بشریت خلاف جنایت لامل شي.

د ملګروملتونو سازمان یوې ډلې کارپوهانو چې په دوی کې، د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګروملتونو سازمان ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بنت هم شامل دی، په یوه ګډه بیانیه کې یې د افغان مېرمنو په وړاندې د طالبانو وروستۍ پرېکړه له بشري حقونو او آزادیو د دوی څرګنده سرغړونه بللې ده.

په بیانیه کې راغلي، د بشري حقونو دفاع کوونکې مېرمنې چې په سوله ییز ډول پر ښځو او نجونو د محدودیتونو د زیاتوالي په وړاندې اعتراض کوي، له میاشتو راهیسې په پراخه توګه له وهلو ټکولو او نیونو سره مخ کېږي او د طالبانو دا چلند ښايي په جنسیتي ځورونې او د بشريت خلاف جنایت بدل شي.

د ملګروملتونو سازمان د کارپوهانو د بیانیې په یوه برخه کې راغلي: «موږ د بشري حقونو د نیول شویو مدافعینو په اړه سخت اندېښمن یو او طالبانو ته یادونه کوو چې د خپلو اساسي حقونو غوښتونکو کسانو نیول ناقانونه دي او د خپلسرو نیونو په توګه یادېږي. د طالب چارواکو له خوا دا قانون، د ښځو او نجونو خلاف له تېرو توپیري اقداماتو سره، باید د نړیوالو قوانینو څېړنو ته په پام سره د جنسیتي ځورونې په توګه وارزول شي.»

ددغه سازمان کارپوهانو ددې وضعیت دوام د نه منلو وړ بللی او د ښه کولو لپاره یې طالبانو ته شپږ او نړیوالې ټولنې ته څلور وړاندیزونه کړي دي.

په عمومي او فرهنګي ژوند کې د زده کړو، کار او ونډې اخیستو په برخو کې د ښځو او نجونو د حقونو رعایتول، د ظریفې یعقوبي له شرط پرته خوشي کول، له وېرې او برید پرته په ټولنه کې د ښځو او نارینه وو ګډه ونډه لرل، د نجونو د منځنیو او لېسو د ښوونځیو په چټک ډول پرانیستل او پر ښځو د محدودیتونو لېرې کول له طالبانو د ملګروملتونو سازمان د کارپوهانو له غوښتنو څخه دي.

د ښځو د حقونو فعاله سودابه نژند وايي: «افغان مېرمنې د بل هر وخت په پرتله، نه یوازې د کورنۍ او ټولنې په شان جوړښتونو لارې له تاوتریخوالي سره مخ کېږي، بلکې د اوسني حکومت له خوا چې اسلامي امارت دی په سیستماتیک ډول له تاوتریخوالي سره مخ کېږي. موږ شاهدان یو، په تېر یوه کال کې ټول هغه محدودیتونه چې پر ښځو لګول شوي، د زده کړو، تحصیل او ژوند حق ترې اخیستل شوی. دا د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ښودنه کوي.»

د ښځو د حقونو یوه بله فعاله سونیا نایل وايي چې ددې وضعیت دوام به پر ښځو منفي اغېز ولري.

هغه وايي: «پر ښځو د طالبانو وروستۍ کړنې لکه د آزادۍ سلبول، شکنجه او د معترضو مېرمنو نیول کېدل د ښځو په وړاندې هغه تاوتریخوالي دي چې د کورنیو او نړیوالو قوانینو خلاف دي، د دغو چلندونو دوام منفي پایلې لري او ښايي چې اعتراضونه پراخ شي او د مېرمنو د مرموزې وژنې لامل شي.»

د ملګروملتونو سازمان کارپوهانو له نړیوالې ټولني غوښتي چې په افغانستان کې د مسوولو کسانو د پلټنې او قانوني تعقیب لپاره لازم اقدامات په قضايي برخ کې ترسره شي او پر ښځو او نجونو د محدودیتونو د لیرې کولو په اړه له طالبانو سره خبرې وکړي.

ددې بیانیې په یوه برخه کې له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي چې د بشري حقونو له فعالینو په تېره بیا ښځو او نجونو لازیات ملاتړ وشي.